اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

طا-لبان خبریالان د دا/عش له غړو سره په یوه خونه کې بندیان کوي

دید خبرې آژانس: اسوشېټيډ پرېس په یوه راپور کې د یو شمېر افغان خبریالانو په حواله ویلي، چې طا-لبان خبریالان په هماغه سلول کې بندي کوي چې د دا/عش غړي پکې دي.

د راپور له مخې، هغه خبریالان چې د داعش له غړیو سره یوځای بندیان شوي دي، اکثره هغه کسان دي چې د طا-لبانو له خوا په هېواد کې د دا/عش د بریدونو د پوښښ او یا د ښځو پر وړاندې د تبعیض په اړه د لیکنو په خاطر نیول شوي دي.

بل خوا په دغه راپور کې راغلي چې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خبریالان د «تاوتریخوالی او سپکاوي» له زیاتوالي سره مخ دي او دا مهال په دغه مسلک کې د ۵۶۰ ښځو په ګډون یوازې ۵۱۰۰ خبریالان په کار بوخت دي.

اسوشېټېډ پرېس وايي،  د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طا-لبانو حاکميت راهيسې، دغه هېواد ۸زره۴۰۰ خبریالان درلودل چې يو زر۷۰۰ یې ښځې وې.

له افغانستانه یوه خبریال چې نوم يې نه دى خپور شوى اسوشېټیډ پرېس ته وویل، «هیڅ بل مسلک ته دومره سپکاوی نه دی شوی.»

د هېواد دغه خبريال زياته کړه چې هغه او ملګري يې نور نه غواړي خپل مسلک ته دوام ورکړي. ځکه هره ورځ د طا-لبانو له خوا د دوی پر کارونو او فعالیتونو نوي محدودیتونه لګول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېواد په رسنيو کې پر فعاليتونو سخت محدوديتونه او سانسور وضع کړى او د هېواد په ځينو ولايتونو کې يې په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځو پر شتون، غږ او مخ بنديز لګولی دی.

طا-لبانو په تاره د هېواد رسنیو ته امر کړی چې سیاسي خپرونې دې په ژوندۍ بڼه نه خپروي او له پروګرامونو دې د دوی د ګټو خلاف هر ډول کلمې، جملې او نور مطالب لرې کړي او بیا دې خپاره کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا