اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

ډېکر یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ باندې ټینګار وکړ

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کرن ډېکر وايي، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ د ماموریت له پای ته رسېدو سره سم به د دغه هېواد له ښځو او نجونو سره په لېوالتیا سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مېرمن ډېکر پر اېکس په یوه ليکنه کې ویلي:« زه په لېوالتيا سره سترګې په لار یم چې د هغه (توماس ویسټ) ګټورو او ښو کارونو او فعالیتونو ته په تعقيب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له د مرستیال معاون جان مارک پومرشیم او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره په افغانستان کې د ښځو چارو او حقونو په لاره کې به د امریکا د ملي امنیت د ګټو د ساتنې لپاره د افغان ښځو او نجونو او د ټولو افغانانو بشري حقونو ته به وده ورکولو کې ملاتړ ته دوام ورکړم.»

هغې په دې لیکنه کې همداراز ویلي چې هڅه کوي د «جدي بشري ناورین» په وړاندې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

کرن ډېکر همداراز د ښاغلي ویسټ هڅې «نه ستړي کېدونکي» وبللې او ورڅخه يې مننه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو څخه د امریکايي بندیانو خلاصون، د افغانستان د مسئلې په اړه د نړیوالې اجماع رامنځته کول، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو تامین او د دوحې د پروسې له بشپړېدو سره مرسته کول، چې د توماس ويسټ د ماموریت مهمې موخې وې.  هغه د خپل درې کلن ماموریت په ترڅ کې هیڅ یوه کومې پایلې ته ونه رسېد.

د يادولو وړ ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) د افغانستان په چارو کې دامريكا ځانګړي استازي په توګه د توماس ویسټ د ماموریت پای رسېدل اعلان کړ.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په تړاو به  دغه مسايل وروسته د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان مارک پومرشايم او د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري لخوا پرمخ وړل کېږي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د چارو لپاره د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا