اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

مسکو: امیرخان متقي د مسکو ناستې اصلي مېلمه دی

دید خبرې آژانس: د مسکو فرمټ شپږمه ناسته کې چې د اکتوبر پر څلورمه نېټه ترسره کیږي، د طا-لبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د «اصلي مېلمه» په توګه بلنه ور کړل شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د مسکو فرمټ ناسته د اکتوبر پر څلورمه په پلازمېنه مسکو کې [د هېوادونو] د ځانګړو استازو په ګډون ترسره کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم دې ناستې ته بلل شوی.

زاخارووا په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې ناسته کې د ګډون لپاره هند، ایران، قزاقستان، چین، کرغیزستان، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبکستان او د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د زاخارووا په وینا، امیرخان متقي د ناستې اصلي مېلمه دی چې د یوه پلاوي په مشرۍ به مسکو ته لاړ شي.

د انټرفاکس خبري اژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به ددې ناستې ګډونوالو ته هرکلی وايي.

زاخارووا وايي، په دې ناسته کې به په افغانستان کې د ملي پخلاینې او د سیمې هېوادونو او کابل ترمنځ د عملي همکاریو پر موضوعاتو تمرکز وشي.

ددې ناستې په پای کې ټاکل شوې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره پر دوه اړخیزو همکاریو او نورو کلیدي مسایلو ناسته وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا