اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ملابرادر د ۱۲ میلیارده افغانۍ پانګونې طرحه تایید کړه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د اقتصادي معاونیت د وزارتونو ترمنځ د پانګونې کمېټه د پانګونې لپاره د بیلابیلو طرحو له تایید خبر ورکوي چې ارزښت یې ۱۲ ملیارده افغانۍ بلل کیږي.

د اقتصادي معاونیت د خپرپانې له مخې د پانګونې دا طرحې، د لمریزې بریښنا د تولید، د ښارګوتو د جوړونې، د الکترونیکي دروازو کمپلکسونه، د هیواد په بنادرو کې د سکنرونو ځای پر ځای کول او د سودارګریز مارکیټونو جوړولو په برخه کې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب بیا وايي: «د بین الوزراتي پانګونې کمیټې د مناسب چاپیریال د رامنځته کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي. تر یوه واحد محوریت لاندې د پانګونې د طرحو پړاونه، د روڼتیا رامنځته کول او پانګونې بهیر او په هغه کې د همغږۍ موضوع هم رامنځته شوې ده. له دې سره به کورني او بهرني پانګوال هم لېواله شي چې په بیلابیلو سکټورونو کې پانګونې وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې لویو کورنیو او بهرنیو کمپنیو لېوالتیا ښودلې ده  چې په افغانستان کې په بېلابېلو پروژو کې د شاوخوا ۵ میلیارده او ۳۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا