اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

تام ویست له خپلې دندې ګوښه شو

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه وزارت ځانګړی استازی ټام وېسټ د افغانستان د استازولۍ له دندې ګوښه او نوموړی د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د هماهنګۍ د برخې مشر ټاکل شوی دی.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طا-لبانو واک تر لاسه کړ، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.

د افغانستان په تړاو په وروستیو غونډو کې د ټام وېسټ نه ګډون د هغه د دندې په تړاو ګونګوسې پورته کړې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا