اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مهره بارکزۍ روغتون ته ولېږدول شوه

دید خبرې آژانس: د بشري حقونو او د نرښځیانو د حقونو فعاله مهره بارکزۍ د نه خوړو اعتصاب په اوومه ورځ د خراب روغتیایي وضعیت له کبله روغتون ته ولېږدول شوه.

مهرې بارکزۍ ته نږدې کسان وایي، چې نوموړې د بې هوښۍ په حالت کې روغتون ته ولېږدول شوه.

مهرې بارکزۍ (د سپټمبر په ۲۴مه) په ‫افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید او هزاره توکمو د نسل وژنې په غبرګون کې د نه خوړو اعتصاب پیل کړ.

اغلې بارکزۍ دارنګه ویلي و، چې دغه اعتصاب به یې (د اکټوبر تر ۸مې نېټې) دوام وکړي.

نوموړې د خپل اعتصاب خېمه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مخې ته درولې وه.

تر دې دمه د جرمني حکومت د نوموړې غوښتنو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

‏اغلې بارکزۍ ته نږدې کسان وایي، تېره ورځ د جرمني پولیسو هڅه کوله چې پر هغې فشار راوړي او خېمه یې ورټوله کړي.

د جرمني حکومت چې تازه یې د درېیو نورو هېوادونو سره په ګډه نړۍوالې محکمې ته د طالبانو د راښکلو خبره کړې وه؛ تر دې دمه د مهرې بارکزۍ غوښتنې له پامه غورځولې دي.

نوموړې تر دې وړاندې د روان کال په وږي میاشت کې په سویډن کې هم د نه خوړو اعتصاب کړی و.

مهرې بارکزۍ هغه مهال په افغانستان کې د «نرښځیانو د جنسیتي توپیر» د په رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې وه؛ خو د بد روغتیایي وضعیت له کبله د اعتصاب په اتمه ورځ روغتون ته ولېږدول شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا