اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

ملا هبت الله ته د اوسېدو د ځای د بدلولو سپارښتنه شوی ده

دید خبرې آژانس: په کندهار کې ملا هبت الله ته نېږدې سرچینو ویلي، چې د ملا هبت الله اخندزاده امنیتي مسوولینو نوموړي ته د اوسېدو د ځای د بدلولو سپارښتنه کړې. په دې تړاو د کندهار والي او د ملاهبت الله د ساتونکو قوماندان دوه غونډې هم کړې دي.

په لبنان کې د حزب الله پر مشر سید حسن نصرالله تر برید وروسته د ایران مشر علي خامنه یي د اوسېدو لپاره نامعلوم ځای ته انتقال شوی.

له کندهار څخه بېلابېلو سرچینو ویلي، چې له تېرو دوه ورځو راهیسي د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ته نږدې او د نوموړي امنیتي کسانو هغه ته د اوسېدو د ځای د بدلولو سپارښتنه کړې ده.

خو د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه هم ملا هبت الله اخندزاده او د نوموړي امنیتي کسان د ځای د بدلولو په اړه کومې وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسیدلي.

سرچیني وايي، د افغانستان شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال او هلته د ملا هبت الله اخندزاده د ناستې په ځای کې د نوموړي لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول کېدل.

سرچیني وايي، چې شمالي ولایتونو ته د ملا هبت الله اخندزاده د سفر پر مهال له نوموړي سره د طا-لبانو ټول لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي، چې له ملا هبت الله سره به یې لیدل تر کلک امنیتي څار لاندې به نیول کېدل.

له کندهار څخه سرچیني وايي، له هغه وروسته چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکي د غورځېدو او په ایران کې د حماس ډلې پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو تر پېښو وروسته په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده لپاره هم امنیتي تدابیر څو برابره کلک شوي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، چې په لبنان کې د حزب الله ډلې د مشر سید حسن نصرالله تر وژلو وروسته کندهار والي ملاشيرين او د ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان عبدالاحد طالب د نوموړي د ښه امنيت د خونديتوب لپاره په ولایت مقام او منډيګک ماڼۍ کې دوې پرله پسې ناستې کړي او پر تدابير نیولو یې خبرې کړې دي.

سرچیني وايي، چې ملا هبت الله اخندزاده له خپلو نږدې کسانو سره ډېری لیدنې په منډیکګ ماڼۍ او عينو مېنه کې د اتل قصر په نوم د کندهار د پخواني امنيه قومندان جنرال عبدالرازق په مېلمستون کې ترسره کوي.

د معلوماتو له مخې؛ هغه کسان چې له ملا هبت الله سره ویني، له مبایل، مخابري او الکټرونیکي وسایلو پرته له هغه سره د لیدلو اجازه ورکول کیږي.

بېلابېلو کسانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې ملا هبت الله سره د لیدو لپاره هر کس اړ دی، چې له شپږ ځایه بدنې تلاشۍ او څلورو امنیتي سکینرونو څخه تېر شي.

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې؛ ولایتونو ته د ملا هبت الله د سفرونو د تلو وخت او مسیر پټ ساتل کیږي.

همدارنګه معلومات ښيي، چې په کندهار کې په څو محدودو غونډو کې د نوموړي د ګډون په اړه له وړاندې هېڅ معلومات نه خپریږي.

دمګړی د طالبانو مشر ملا هبت الله ډېری وختونه د کندهار ښار په زړه کې د دویمي حوزي اړوند په منډیګک ماڼۍ، عينومېنه او د لسمي امنیتي حوزي اړوند “کوماندو” په سیمه کې چې تر ډېره هلته د طا-لبانو د نظامیانو کورنۍ اوسیږي پاتې کیږي.

د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده لپاره ورستیو کلکو امنیتي تدابیرو نیولو ته په کتو داسې ښکاري، چې په منځني ختیځ کې کړکېچ او د لوړ پوړو چارواکو ترور د طا-لبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده او نوموړي ته نږدې کسان کې هم ډار پېدا شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا