اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

العربیه: هاشم صفی الدین د حزب الله مشر ټاکل شوي دی

دید خبرې آژانس: العربیه د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د لبنان حزب الله رهبري شورا د حسن نصرالله له مړینې وروسته هاشم صفی الدین د دغې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د لبنان د حزب الله پخوانی مشر حسن نصرالله د جمعې په ورځ (تلې ٦مه) د بیروت په جنوبي سیمه کې د دې ډلې پر مرکز باندې د اسرائیلو په هوايي برید کې ووژل شو.

خو د لبنان حزب الله تر اوسه په رسمي توګه د هاشم صفي الدین ټاکل نه دي تایید کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د اسرائیلو پوځ اعلان کړی و چې د جمعې د ورځې په برید کې پر حسن نصرالله سربېره د حزب الله د جنوبي جبهې قومندان علي کرکي او د دغې ډلې شل نور لوړپوړي غړي هم وژل شوي دي.

حسن نصرالله، شیعه عالم او د لبنان د حزب الله مشر، د منځني ختیځ په سیمه کې یو له خورا مشهور او با نفوذه سیاسي-پوځي شخصیتونو څخه و.

هغه د اسراییلو لخوا د وژنې د وېره له امله د کلونو لپاره په عامو خلکو کې نه و لیدل شوی.

د شنبې په ورځ د اسراٸيلو پوځ اعلان وکړ چې حسن نصرالله یې د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوب کې په ضاحيه کې په یوه برید کې وژلی دی.

که څه هم حزب الله څو ساعته په دې اړه کومه تبصره ونه  کړه؛ خو د شنبې د ورځې له سهار وروسته یې د هغه د وژل کېدو پخلی وکړ.

حسن نصرالله له ایران سره نږدې شخصي اړیکې درلودې او په سیمه کې یې د حزب الله ډلې په یوه عصري سیاسي-پوځي ځواک بدلولو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه لا هم د دې ډلې د پلویانو په منځ کې ځانګړی درناوی څخه برخمن و. د حسن نصرالله په مشرۍ حزب الله په عراق او یمن کې د حماس جنګیالیو او ملیشو ته روزنه ورکوله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا