اسلایدشومهم مطالبنړۍګزارش

په نیپال کې د طبعي پېښه/ د تلفاتو شمېر څه باندې ۱۵۰ کسانو ته لوړ شو

دید خبرې آژانس: په نیپال کې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو او ځمکې ښویدنې د رامنځته شویو تلفاتو شمېر ۱۵۱ تنو ته لوړ شو او لسګونه نور کسان لا هم لادرکه دي.

د اې اېف پي د راپور له مخې، نیپالي چارواکو ټینګار کړی چې ښايي د دغو پېښو د تلفاتو شمېر زیات شي.

د يادونې وړ ده، چې د نیپال چارواکو د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله د درېيو ورځو لپاره ښوونځي تړلي دي.

د دغه هېواد چارواکو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې سېلابونو د کاتماندو په دره کې ورځنۍ او ترافیکي چارې ټکنۍ کړې دي او په دې سیمه کې چې ۴ میلیونه نفوس لري، ۳۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې په دې دوو ورځو کې زده کوونکي او د هغوی والدین له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. ځکه چې د باران له امله د پوهنتونونو او ښوونځیو ودانیو ترمیم ته اړتیا ده او ویلي يې دي: «موږ له چارواکو غوښتنه کړې چې په اغېزمنو سیمو کې ښوونځي د درېيو ورځو لپاره وتړي.»

د نیپال د پلازمېنې د ځینو برخو  څخه  ٣٢٢.٢ ملي متر (١٢.٧ اېنچ) پورې د باران راپور ورکړل شوى، چې د باګماتي سیند خطر ٢.٢ متر (٧ فوټه) ته پورته شوی.

خو د یکشنبې په سهار، د باران د کمېدو نښې نښانې محسوس شوي، ځكه په ډېرو سیمو کې باران کم شوی دی.

د نیپال په پلازمېنه کې د هوا پیژندنې چارواکو د بنګال په خلیج کې د ټيټ فشار جوړښت ته د درنو بارانونو نسبت ورکړى، چې د نیپال نږدې ګاونډي هندوستان ځینې برخې اغیزمنوي.

 د نیپال د هوا پېژندنې مرکز له حکومت او ښاري پلان جوړونکو څخه په یوه خبرپاڼه کې غوښتي چې پانګه اچونه او زېربناوو کې لکه د فاضله موادو جوړښتونه او د ځمکې لاندې اوبو لپاره سمدستي پلان جوړ کړي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا