اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبورزش او ځوانان

د افغانستان فوټبال له ۲۰ کالو کم عمره ملي لوبډلې له فلسطين سره مساوي کړه

دید خبرې آژانس: د افغانستان فوټبال له شلو کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د فلسطين ملي لوبډلې سره بې له ګول تر سره کولو مساوي پای ته ورسوله.

افغانستان په دې سياليو کې په څلورو لوبو کې دوې ماتې، يوه مساوي او یوه بريا خپله کړې، چې ۴ نومرې تر لاسه کړې.

د افغانستان او فلسطين د ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډلو تر منځ دغه سيالۍ نن یکشنبه په سعودي عربستان کې تر سره شوه.

د افغانستان ۲۰ کلنو کم عمره لوبډلې په دې سياليو کې د مکاو هېواد ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې، له فلسطين لوبډلې سره یې لوبه مساوي او د عربستان او استرليا ملي لوبډلو څخه یې ماتې خوړلې.

په دغو سیالیو کې د سعودي عربستان، فلسطین، استرالیا، افغانستان او مکاو ملي لوبډلې برخه لري.

سیالۍ به نن شپه پای ته ورسیږي.

دا مهال د سعودي او اسټرالیا لوبډلې له درېیو لوبو څخه د ۹ نومرو په لرلو سره په څلورم ګروپ کې په لومړي او دویم ځای کې دي.

د فوټبال اسيا جام غوراوي سيالۍ د وږي مياشتې په ۳۱ مه نېټه شروع شوې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا