اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

طا-لبانو دوه افغان خبريالان په لس کاله بند محکوم کړل

دید خبرې آژانس: یو شمېر معتبرو سرچینو ویلي، چې طا-لبانو د محمد عارف هجران او احمد کامران په نومونو دوه خبریالان په لس کاله بند محکوم کړي دي. د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغو خبریالانو د اوږد مهاله بند سزا غندلې ده.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د محمد عارف هجران او احمد کامران د ژر تر ژره خلاصون لپاره پر طا-لبانو فشار راوړي.

د خبریالانو د خوندیتوب سازمان د یکشنبې په ورځ د تلې په ۸ مه وویل چې په افغانستان کې د بیان ازادي اوس له جدي ګواښ سره مخ ده او دا ډول اقدامات یوازې د خبریالانو او د رسنیو د فعالانو لپاره د وېرې او ناامنۍ فضا لاپسې محدودوي.

تر دې مخکې د دغو خبریالانو څخه یې د یوه کورنۍ ویلي وو، چې د طا-لبانو پوځي محکمې محمد عارف هجران او احمد کامران په لس کاله بند محکوم کړي دي.

طا-لبانو دغه دوه خبريالان د جنګاښ په ١٦مه د کابل په خيرخانې کې ونيول او د وږي په ٢٧مه يې هر يو په لس کاله بند محکوم کړل.

دغو خبريالانو ته د نږدې سرچينو په وينا؛ طا-لبانو عارف هجران او همکار يې د کابل په خيرخانې کې د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو په تور نيولي دي.

طا-لبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

عارف هجران له یو کال راهیسې د پیام خبري اژانس د خبریال په توګه دنده ترسره کوي او تر دې وړاندې یې په پیام مجاهد، پنجره او مانده ګار ورځپاڼو او یو شمېر نورو رسنیو کې هم کار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا