اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍګزارش

پر افغان ښځو د بندیزونو لرې کولو د غوښتنې څخه د ګوترېش ملاتړ

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، چې د هغو هیوادونو او سازمانونو ملاتړ کوي، چې په سملاسي توګه د ښځو پر وړاندې د طا-لبانو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي. انتونیو ګوټریش وویل «هغه څه چې په افغانستان کې پېښیږي په معاصر تاریخ کې د جبر له خورا سختو سیسټمونو سره پرتله کیږي.»

په دې وروستیو کې د جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی، چې که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي، نو دوی به نړۍوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

دغو څلورو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې مخه باید ونیول شي.

د نړۍ څه باندې ۲۰ هېوادونو په نړۍواله محکمه کې د طالبانو د محاکمې لپاره د دغې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د تلې په څلورمه د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د یوې خبرپاڼې له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر جدي او سیستماتیکه سرغړونه وغندله.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتون ته پر تګ بندیزونه لګولي دي.

دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو، پارکونو، رستورانتونو ته په تګ، له شرعي محرم پرته د تګ راتګ او دغه راز د ښځو پر سپورټ کولو، سیاسي او مدني فعالیتونو هم سخت بندیزونه لګولي دي.

دغېډلې د یوه نوې قانون له لارې د ښځو غږ «عورت» بللی دی.

د بشري حقونو فعالانو طالبان په پراخه کچه د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي او ویلي یې دي، چې دغې ډلې په افغانستان کې له ټولنې څخه د ښځو په لرې کولو سره جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.

خو د یادو هېوادونو د کړنو په غبرګون کې طا-لبانو د بشري حقونو د سرغړونو تورونه رد کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا