اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهاجرتګزارش

متقي: له روسیې سره اړیکې ښې دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلی چې له روسیې سره د طا-لبانو اړیکې له امریکا سره د اړیکو په پرتله ښې دي.

متقي وایي چې طا-لبان هڅه کوي چې له ټولو هېوادونو سره لکه د روسيې په څېر ښې اړیکي ټینګې کړي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې له رایبر خبري اژانس سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طا-لبانو اړیکې د افغانستان په چارو کې د روسیې له استازي ضمیر کابلوف سره ښې دي او که د هغه د امریکايي سیال ټام ویسټ سره؟ وویل: «موږ د اشخاصو پر ځای له هېوادونو سره اړیکو ته ارزښت ورکوو او هڅه کوو چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړېکې ټېنګې کړو. مګر له روسیې سره مو د امریکا په پرتله اړیکې ښې دي.»

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې ضمیر کابلوف څو ځله افغانستان ته سفر کړی او ورسره یې لیدلي او طا-لب چارواکو هم روسیې ته سفر کړی دی. متقي زیاته کړه چې د طا-لبانو اداره اوس مهال له روسیې سره د کال شاوخوا ۴۰۰میلیونه ډالره په ارزښت سوداګریزې اړیکې لري.

همدا راز، امیرخان متقي وویل، چې له روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د طا-لبانو سوداګریزې اړیکې زیاتې شوي او لا پراخېږي. هغه په ​​ډاګه کړه، چې اوس مهال په افغانستان کې د سوداګرو او پانګوالو یوازینۍ ستونزه د امریکا او لویدیځو هېوادونو له خوا د دغه هېواد پر بانکي او مالي سیسټم لګول شوي “ظالمانه او یو اړخیز” بندیزونه دي.

دغه طا-لب چارواکي همداراز ډاډ ورکړی، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته امنیتي ګواښ نه دی او د دا/عش په ګډون ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې حضور او فعالیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې په تېرو درېیو کلونو کې تل هڅه کړې چې له طا-لبانو سره ښې اړیکې وساتي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د تلې ۶مه) د ملګرو ملتونو د نړۍوال فورم د غونډې په څنډه کې ویلي و، چې اوس مهال له طا-لبانو سره د خبرو او اړیکو د ټینګولو بدیله لاره نشته.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا