اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

ګوترش: هغه څه چې په افغانستان کې روان دي «ځپونکى نظامونه» يې ترسره کوي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، په افغانستان کې چې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې څه روان دي، «تر ټولو ناوړه ځپونکو نظامونو» لخوا ترسره کېږي.

هغه پر اېکس لیکلي: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي په معاصر تاریخ کې د ځینو خورا سخت جابرو ځپونکو سیسټمونو سره پرتله کېدی شي.»

ښاغلي ګوترش همداراز ويلي چې هغه د ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو ملاتړ کوي چې غواړي طا-لبان د ښځو او نجونو پر وړاندې «تبعیضي» بندیزونه لرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا هېوادونو تر دې مخکې په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله به د عدالت نړیوالې محکمې ته د طا-لبانو پرضد عریضه وکړي.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی چې که طا-لبان په شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونه نیسي، د لاهې محکمې ته به راکاږل شي.

د آلمان، استرالیا، هالنډ او کاناډا دغه اقدام په افغانستان او همداراز په نورو هېوادونو کې پراخ ملاتړ سره مخ شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا