اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالب

په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره هڅو دوام

دید خبرې آژانسة د طا-لبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د سرپرست حکومت چارواکي له ایراني چارواکو سره په خبرو بوخت دي څو دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

حمد الله فطرت په دې اړه و ویل: « د افغان کډوالو د ننګونو د حل لپاره موږ له خپلو لارو هڅې کوو، د بهرنیو چارو وزارت او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دغه برخه کې هلې ځلې کوي، له ایراني مسوولینو سره یې په دې اړه خبرې کړې دي او لا هم هڅې کوي چې ایران کې د کډوالو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.»

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي چې، د تهران د سړک پر غاړو د افغانانو په ګډون هېڅ بهرنی او آن ایرانی نشي کولی کار وکړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې تهران کې د سړک پر غاړو د افغانانو په ګډون هیڅ بهرنی او ایرانی وګړی له جواز پرته د کار حق نه لري.

د ایران د صنایعو او دندو د تنظیم ادارې اجراییه رییس ویلي، هیڅوک حق نه لري چې د تهران د واټونو پر غاړه توکي وپلوري.

سعید بیګي ټینګار کړی چې بهرني وګړي په ځانګړې توګه افغانان هم دغه هېواد کې د سړک په غاړو پېر او پلور نشي کولای ځکه په خبره یې، دوی د دغه هېواد حکومت ته مالیه نه ورکوي.

سید بیګي ویلي: « دا مناسبه نه ده چې ناقانونه وګړي چې د ایران د تابعیت قانوني جواز نه لري، په هېواد کې تګ راتګ وکړي او له ملی سرچینو استفاده وکړي. موږ دوی ته د دې کار اجاز نه ورکوو.»

هغه زیاته کړې چې د تابعیت قانوني اسنادو لرونکي وګړي کولای شي د کاروبار لپاره د غرفې غوښتنه وکړي.

د کډوالو د حقونو فعال، محمد خان محمدزي و ویل:«  د دغو ناقانونه کډوالو ستونزې که قانوني کېدل وي او که جواز وي باید ورته ورکړل شي. دغه ستونزې باید د دواړو هېوادونو د خبرو له لارې حل شي.»

تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت سرپرست پنجشېر ته په سفر کې ویلي و، چې ایران باید له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پایته ورسوي او له ټولو کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو په رڼا کې چلن وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا