اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د طا-لبانو غبرګون؛ د بشري حقونو د نقض تورونه بې بنسټه دي

دید خبرې آژانس: طا-لبان د بشري حقونو د نقض په تړاو د څلورو اروپايي هېوادونو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې وايي، په هېواد کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د سرپرست حکومت پر وړاندې د لویدیځوالو دغه ډول څرګندونې عجیبې ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه و ویل: «د ځينو هېوادونو او جهتونو له لوري د بشري حقونو پر نقض او جنسیتي تبعیض د اسلامي امارت تورنول بې ځایه دي. په افغانستان کې بشري حقونه خوندي او له هیچا سره تبعیضي چلند نه کیږي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټينګار کړی دی.

مېرمن آنالنا بربوک دغه راز پر هغه څه چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو نقض بللی، اندېښنه څرګنده کړې ده او د لاحې محکمې ته یې هم د دې مسألې پر وړاندې کولو ټینګار کړی دی.

د جرمني  بهرنیو چارو وزیر ویلي،«هغه څلور هېوادونه چې د عمل دا نوښت یې کړی، د نورو هېوادونو له ملاتړه هم برخمن دي او په اعلامیه کې په څرګنده توګه نورو اقداماتو ته هم اشاره شوې. پوهېږو او له دې مناظرې منندوی یو، په داسې حال کې چې په دې مناظره کې هر حاضر هېواد د نورو اقداماتو په برخو کې له یو بله پیروي کوي چې نړۍوالې محکمې ته لاره هواره کړي.»

وروسته بیا، استرالیا هم د طالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د د له منځه وړلو د کنوانسیون له ژمنو د سرغړونې له امله له جرمني، کاناډا او هالنډ سره یو ځای شوه.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې پرېکړې ۲۲ نورو هېوادونو هم خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي:موږ یاد شوي هېوادونه له افغانستان او اوسنیو چارواکو غواړي چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو بشري حقونه پای ته ورسوي او په دې تړاو د نړۍوالې ټولنې پر اندېښنو د غور لپاره د نړۍوالې ټولنې د خبرو غوښتنې ته ځواب ووايي.

د ښځو د حقونو فعاله، لمیا شېرزۍ وايي: «د هغو هېوادونو چې د بشري حقونو او ښځو د حقونو د کنوانسیون غړي او ملاتړي دي، هغه مهال اغېزناکه ده چې په رښتینې توګه د محدودیتونو د لرې کولو په برخه کې اقدام وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر وايي: «موږ کولای شو په درې کارونو سره چې د خلکو په ګټه دي، ځانونه له نیوکو په امان کې وساتو؛ ښوونځي پرانیزو. پوهنتونونه پرانیزو، ښځو ته د کار زمینه برابره کړو، نو افغانستان به تر ابده له نیوکو وژغورل شي.»

تر دې وړاندې هم اسلامي امارت تل ټينګار کړی دی، چې په افغانستان کې بشري حقونه د اسلامي شریعت په اډانه کې خوندی دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا