اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د پرانستې ټولنې د طا-لبانو په وړاندې د رسمي شکایت د اقدام ملاتړ وکړ

دید خبرې آژانس: په نیویارک کې مېشت «پرانستې ټولنې» په نوم بنسټ د استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو د هغې ګډې خبرپاڼې هرکلی او ملاتړ کړی چې غواړي په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د روانې سرغړونې په خاطر له طا-لبانو سره د قانوني چلند غوښتنه کوي.

دغه بنسټ وايي چې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له منځني او لېسو او لوړو زده کړو منع کړي او د ښځو پر کار او قانوني حقونو یې سخت بندیزونه لګولي دي.

د پرانستې ټولنې بنسټ پر اېکس لیکلي چې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په وړاندې د افغانستان د نړیوالو ژمنو لپاره د طا-لبانو مسؤولیت له ډېر راهيسې ځنډېدلى دى.

د يادونې وړ ده، چې جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا په یوه ګډه خبرپاڼې کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سختو سرغړونو له امله به طا-لبان په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

په همدې حال کې د پرانستې ټولنې د بنسټ غړې نتاشا ارنپرایسټر وايي: «دا کار د افغان ښځو او نجونو لپاره د یوې باثباته راتلونکې په لور لاره برابروي او ښيي چې دوی نه هېرېدونکي دي. بلکې د عدالت او برابرۍ په لاره کې یې ملاتړ کیږي.»

د جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې طا-لبان باید د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون پر بنسټ د افغانستان نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.

دغو هېوادونو ویلي که طا-لبان په خپلو تګلارو کې بدلون را نه ولي، په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته به شکایت وکړي.

د دغې ګډې خبرپاڼې له صادرولو وروسته د البانیا، بلجیم، آیسلنډ، مالیزیا، مراکش، پاناما، سیرالیون ، سلوانیا، استرالیا، هالنډ او کاناډا په ګډون یو شمېر هېوادونو هم د دغه اقدام ملاتړ وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا