اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

فطرت: په افغانستان کې د هیچا سره تبعیضي چلند نه کېږي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د ځینو هېوادونو او جهتونو له‌خوا طا-لبان د بشري حقونو په نقض او جنسیتي تبعیض تورنول بې ځایه دي.

نوموړي دغه غبرګون وروسته له هغه ښودلی، چې تېر ماښام جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ وویل؛ که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي؛ نو د عدالت نړۍوالې محکمې ته به د طالبانو پر ضد شکایت وکړي.

دغو څلورو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې مخه باید ونیول شي.

دغه تګلاره د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په موخه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په چوکاټ کې چمتو شوې، چې افغانستان یې هم غړیتوب لري او څلورو واړو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

‏خو ښاغلي فطرت په اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیضي چلند نه کېږي.

‏هغه زیاته کړې:« له بده مرغه داسې هڅه روانه ده، چې د څو تښتېدلو ښځو په خوله په افغانستان پسې پروپاګند کېږي او وضعیت ناسم ښیي.»

طا-لبانو تر دې وړاندې هم دغه ډول ادعاوې او راپورونه رد کړي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا