اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

طا-لبان: ملګرو ملتونو دې په خپل پالیسۍ کې مثبت بدلون راولي

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د ملګرو ملتونو سازمان په سرمشریزه کې، د افغانستان په تړاو د ځینو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې، دغه سازمان باید په خپلې پالیسۍ کې مثبت بدلونونه راولي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې د ملګرو ملتونو سازمان، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل په برخه کې، باید خپل ماموریت په سمه توګه ترسره کړي.

د اسلامي امارت د ویاند په خبره اړتیا ده چې، نړۍ او هېوادونه له اسلامي امارت سره ښه تعامل ولري.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«د ملګرو ملتونو سازمان، باید په دې برخه کې خپل ماموریت په سمه توګه ترسره کړي او همدارنګه له خپل اوسني دریځ چې، نه‌پرېږدي افغانستان مخته ولاړ شي یا له هېوادونو سره سمه اړیکه ولري، باید تېرشي. په پالیسو کې یې یو مثبت بدلون رامنځته شي.»

د ملګرو ملتونو نهه اویایمه عمومي غونډه د ملګرو ملتونو په مقر کې د څه باندې ۱۹۰هېوادونو د ولسمشرانو او ډیپلوماټانو په ګډون سره جوړه شوه.

 په دې غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې، د افغانستان جګړه ده ته له درېیو ولسمشرانو پاتې وه او نوموړي باید د امریکا ځواکونو د ایستلو پرېکړه پلې کړې وای او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه یې پای ته رسولې وای. نوموړي له افغانستانه د امریکا وتل یوه سخته خو سمه پرېکړه وبلله.

جو بایډن ویلي:«د افغانستان جګړه د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې په توګه د ویټنام ځای نیولی و او ما د یوه ولسمشر په توګه هوډ درلود چې، پای ته یې ورسوم. ما دا پرېکړه وکړه. دا یوه سخته پرېکړه وه؛ خو سمه پرېکړه وه. له دې پرېکړې سره څلور ولسمشران مخ شوي وو او ما هوډ درلود چې. پنځم ولسمشر ته یې پرېنږدم.»

په دې غونډه کې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د افغانستان له سولې او ټيکاوه یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې، د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

امام علي رحمان وویل:«موږ د خپل ګاونډي هېواد افغانستان له سولې او ټيکاو او دغه‌راز اقتصادي پرمختګه ملاتړ کوو.

تاجیکستان تل چمتو دی چې، په خپلو مرستو سره په افغانستان کې د سوله‌ییز ژوند د بېلابېلو برخو د پراختیا او پرمختګ ملاتړ وکړي.

 زه په پرله‌پسې توګه له نړۍوالې ټولنې غواړم چې، د افغانستان کړېدلي خلکو په ځانګړې توګه د طبیعي پېښو له زیانمنو خپلې مرستې ونه سپموي، څو په دغه جګړه‌ ځپلي هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیول شي.»

د ملګرو ملتونو نهه اویا یمه عمومي غونډه د سپټمبر په ۲۴مه پیل شوې او د سپټمبرتر ۳۰مې پورې به دوام ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا