اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ټایمز اف انډیا: نن سبا افغانستان د سفر لپاره د شپږو خطرناکه هېوادونو په ډله کې یو دی

هندي رسنۍ ټایمز اف‌ انډیا په افغانستان، سوریه، ایران، یمن، سوډان او لبنان کې د امنیتي ترینګلي حالاتو له امله دغه هېوادونه د سفر کولو لپاره تر تولو «له خطرونو ډک» هېوادونه یاد کړي دي.

دغې رسنۍ د چهارشنبې په ورځ د (تلې په ۴مه) په خپل راپور کې لیکلي، چې افغانستان په تېرو کلونو کې سره له دې چې له تاوتریخوالي ډک هېواد و؛ خو نن سبا دغلته ګواښونه ډېر شوي او د ښځو لپاره دغه هېواد تر ټولو زیات له ګواښونو ډک دی.

په راپور کې دا رنګه راغلي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغلته بشري حقونه به بشپړه توګه له پامه غورځول شوي او مېرمنې یې له ټولو ټولنیزو برخو محرومې کړې دي.

په راپور کې دا رنګه په افغانستان کې د خلکو لوږې او وزګارتیا ته هم اشاره شوې او پر نجونو د زده‌کړو بندیز یې هغه څه بللی، چې د نړۍ په بل هېڅ هېواد کې یې ساری نه لیدل کېږي.

خو طا-لبانو تل افغانستان ته د بې شمېره سېلانیانو د ورتګ راپورونه خپاره کړي او وايي، چې د بهرنیو سېلانیانو لپاره تر پخوا زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا