اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طالبانو روغتیا وزارت: یونېسف مونږ سره مرسته وکړي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو عامې روغتیا وزرات وايي، چې افغانستان کې یې د یونېسف سازمان له مشر سره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه ناسته کړې او له هغوی یې د مرستې غوښته کړې. دغه وزارت وایي، زیات شمېر روغتیايي مرکزونه یې د درملو او وسایلو له کموالي سره مخ دي.

د طا-لبانو عامې روغتیا وزارت تېره شپه ناوخته د (تلې درېیمه نېټه) په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزرات سرپرست نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د یونېسف سازمان له مشر ډاکټر تاج الدین اویلا او مل پلاوي سره په افغانستان کې پر روغتیايي وضعیت او د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه ناسته کړې.

خبرپاڼه وړاندې لیکي، چې د دغه وزارت سرپرست د افغانستان ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له یونېسف یې وغوښتل چې د روغتیايي مرکزونو د وسایلو ښه کولو، درملو، د کارکوونکو د معاشونو انډول کې ورسره مرسته وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي جلالي د یونېسف له مشره وغوښتل چې د یو شمېر ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي لپاره دې د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو موسسو ارزونه وکړي چې په دې سره به دغه خدمتونو معیاري شي.

د طا-لبانو عامې روغتیا وزارت د یونېسف سازمان د مشر او پلاوي له قوله لیکلي چې، هغوی د دغو ستونزو د حل په برخه کې د ترسره شویو چارو اړوند معلومات ورسره شریک او ژمنه یې وکړه، چې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي لپاره به د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډه کار کوي.

د روانې اوونۍ په سر کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) ویلي و، چې سږ کال د افغانستان په روغتونونو کې درې لکه او ۳۴ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ د درملنې په موخه بستر شوي دي. د افغانستان په ډېرو ولایتونو په ځانګړې توګه په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي مرکزونه او ډاکټران نه شته.

د طا-لبانو روغتیا وزیر دوه اوونۍ وړاندې په یوه غونډه کې ویلي، چې د ټول افغانستان په کچه په ۴۰۰ ولسوالیو کې یوازې ۹۳ یې د ولسوالۍ په کچه روغتونونه لري او پاتې هغه د ولایتونو مرکزونو ته ځي.

د افغانستان په ډېرو ولایتونو په ځانګړې توګه په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي مرکزونه او ډاکټران نه شته.

د طا-لبانو روغتیا وزیر دوه اوونۍ وړاندې په یوه غونډه کې ویلي، چې د ټول افغانستان په کچه په ۴۰۰ ولسوالیو کې یوازې ۹۳ یې د ولسوالۍ په کچه روغتونونه لري او پاتې هغه د ولایتونو مرکزونو ته ځي چې هلته هم روغتیايي خدمتونه پام وړ کمزوري دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا