اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالب

د روسیې سفیر: د افغانانو پر شتمنیو لګول شوي بندیزونه ظالمانه دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي، چې په کابل کې د روسیې سفیر د طا-لبانو د چاپېریال ساتنې د ادارې له مشر سره په کتنه کې ویلي چې د افغانانو پر شتمنیو او نړۍوالو مرستو د امریکا او نورو هېوادونو لګېدلي بندیزونه ظالمانه دي.

د روسیې سفیر دیمیتري ژېرونوف د سې شنبې په ورځ د (وږي په ۳مه) د طا-لبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له مشر مطیع الحق خالص سره په لیدنه کې د اقلیمي بدلون په وروستي نړۍوال کنفرانس کې د افغانستان د استازي د نه ګډون په اړه اندېښنه ښودلې.

نوموړي ویلي:« د افغانانو پر شتمنیو او پر نړۍوالو بشري مرستو د امریکا او نورو هېوادونو له لوري بندیزونه ظالمانه دي.»

نوموړي ویلي، چې روسیه له افغانانو سره د مرستو په برخه کې ژمنه ده.

د ښاغلي ‍خالص له قوله لیکل شوی چې طا-لبان د نړۍوال ۱۶ کنوانیسیون ټولو اصولو ته ژمن دي او د دغه کنوانسیون د غړیتوب امتیاز هم ورکوي؛ خو په دې برخه کې ورسره هېڅ ډول همکاري نه ده شوې.

په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو په ترسره کولو ټینکار کړی.

خو د روسیې سفارت د دغې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې د نورو هېوادونو پرتله روسیه د طا-لبانو سره ډېر نږدې اړیکي پالي؛ خو تر اوسه لاهم د روسیې په ګډون هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسیمت نه دی پېژندلی او په ډېرو نړۍوالو غونډو کې دغې ډلې ته بلنه نه ورکول کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا