اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ملا هبت الله د طا-لبانو په زندانونو کې د بندیانو وژل کېدل تایید کړل

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده کندوز ته په خپل سفر کې ویلي، چې د دې ډلې په زندانونو کې یې د بندیانو د وژل کېدو راپورونه تر لاسه کړي دي. طا-لبانو تر کنټرول لاندې ارګ د هبت الله اخوندزاده د خبرو غږیزه بڼه نن سې شنبه خپره کړې ده.

طا-لبانو د سنبلې په ۱۹مه اعلان وکړ، چې هبت الله اخوندزاده د کندز په ګډون څو شمالي ولایتونو ته سفر کړی دی.

ملا هبت الله ویلي؛ خبر شوی چې په یوه زندان کې بندیان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د پېښې له پوهېدو وروسته يې د زندان مسوول ته زنګ وواهه او پوښتنه يې وکړه، چې دا وژنه د محکمې په حکم ترسره شوې او که له حکم پرته.

د هبت الله په خبره، چې د زندان مسوول ورته وويل، چې له پېښې نه دى خبر او د دوى ملګرو بنديان وژلي دي.

د طا-لبانو مشر ویلي، چې د زندان د مشر غفلت د بښنې وړ نه دی او هغه د تل لپاره طا-لبانو له ډلې ایستل شوی او کور ته استول شوی دی.

اخندزاده وویل، چې د طا-لبانو د چارواکو په غفلت سره به دوی خپل نظام له لاسه ورکړي.

تر دې مخکې سرچینو تایید کړې وه، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طا-لبانو د استخباراتو په زندانونو کې ۸۷ تنه د شکنجې له امله وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې دغه کسان د برق په شاک، زندۍ کولو، په اوبو کې ډوبولو او د تناسلي اعضاو د شکنجې له امله وژل شوي دي.

اکثره بندیان پخواني عسکر، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طا-لبانو ضد فعالان وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) هم تېر کال د طا-لبانو د زندانونو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی و.

یوناما د طا-لبانو په زندانونو کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو راپور ورکړی او ټینګار یې وکړ، چې د دغو سرغړونو نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور ناوړه چلند “ظالمانه، غیر انساني او د سپکاوي مجازات” دي.

زموږ بریا په خطر کې ده

ملا هبت الله د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د طا-لبانو پر وړاندې د مسوولیت پر غاړه اخیستو د ستونزو په اړه وویل، چې د دوی بریا له خطر سره مخ ده.

هغه خپلو سرتېرو ته خبرداری ورکړ چې “ډېری غیږ نیونکي په دې ډګر کې ناکام شوي دي.”

هغه دعا وکړه، چې خدای به دوی ناکام او شرمنده نه کړي.

د طا-لبانو مشر همداراز د پخواني شوروي پر وړاندې د مجاهدینو جګړې ته په اشارې سره وویل، چې مجاهدینو ډېرې قربانۍ ورکړې؛ خو مشران یې پلورل شوي وو.

د لمونځ نه کول

ملا هبت الله د طا-لبانو په منځ کې د نه لمونځ کوونکو د زیاتوالي په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه. هغه وويل، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي، چې د طا-لبانو او خلکو تر منځ بې نمازي زياته شوې ده. هغه ټینګار وکړ، چې د اسلامي نظام دنده دا ده، چې خلکو ته د لمونځ هدایت وکړي.

هغه د جوماتونو په ساتنه او پالنه هم ټینګار وکړ.

په شريعت معامله نه کول

د طا-لبانو مشر وايي، چې دا ډله به د امربالمعروف د قانون په پلي کولو کې درېغ نه کوي او د دغه قانون عملي کول د دوی د اسلامي نظام دنده ده.

هغه پر لوېديځ تور ولګاوه چې “په افغانستان کې په شلو کلونو ډېموکراسي، فساد او فحشا ته وده ورکړې ده.”

هغه د حجاب او د شرعي احکامو د پلي کولو په اړه خبرې اترې يوه حساسه موضوع وبلله او ويې ويل، چې نن سبا خلک په تېره بيا ځوانان د فحشا او د ټلوېزيون کتلو په څېر مسايلو ته متوجې شوي دي.

هغه وویل؛ کله چې د یوې ځوانې مسلمانې ښځې حجاب ته اشاره کیږي، په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره پرې نیوکې کیږي.

د طا-لبانو مشر ملا هبت الله دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په خپلو څرګندونو کې پر طا-لبانو توندې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دغې ډلې د افغانستان ښځې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا