اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

بایدن: له افغانستان څخه وتل يوه ستونزمنه پرېکړه وه

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وویل، چې د افغانستان جګړه ده ته په میراث پاتې وه او د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. جوبایډن ویلي؛ له افغانستانه وتل یوه ستونزمنه خو سمه پرېکړه وه.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د جګړې پای غمجن و او د لسګونو افغانانو ترڅنګ ۱۳ امریکايي پوځیان هم ووژل شول.

جوبایډن ټینګار کړی، چې د بارک اوباما د مرستیال په توګه یې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په کمولو کې مرسته کړې ده.

هغه وويل؛ کله چې دى دامريکا د جمهور رييس په توګه وټاکل شو هغه جګړه يې پاى ته ورسوله، چې دڅلورو ولسمشرانو د واکمنۍ په وخت کې روانه وه .

ښاغلي بایډن زیاته کړه، چې امریکا القا/عده کمزورې کړې او د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملې عاملین یې عدالت ته راوستل.

بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور په موده کې زرګونه امریکايي سرتېري وژل شوي او تر شلو زرو ډېر سرتېري ټپیان شوي دي.

هغه وويل: “موږ د هغوی قربانۍ ته درناوی کوو.”

دا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن وروستۍ وینا ده.

ښاغلي بایډن وویل، چې په خپل سیاسي ژوند کې نړۍ له منځني ختیځ څخه تر سړې جګړې او ترورېزم پورې له ډېرو ننګونو سره مخامخ وه.

هغه زیاته کړه، چې امریکا اوس راتلونکې ته ګوري او مختلف لومړیتوبونه لري.

هغه د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې سړه جګړه، په جنوبي افریقا کې اپارتاید او نور مسایل د نړۍ د جدي ننګونو په توګه یاد کړل.

هغه دا هم وویل، چې د نړۍ په هر کونچ کې یې د نجونو د تعلیم لپاره کار کړی دی؛ خو هغه د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بنديز يادونه یې ونه کړه.

د اوکراین جګړه

بایډن همدا راز د اوکراین د جګړې په اړه وویل، چې امریکا د یوه ازاد هېواد په توګه د دغه هېواد بقا تضمین کړې ده.

د هغه په ​​وینا؛ اوس سیاسي جګړه روانه ده، چې له دې وروسته به په اوکراین کې څه کیږي.

هغه وویل، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي روانه اونۍ په متحده ایالاتو کې دی ترڅو خپل مهم متحد قانع کړي، چې اوکراین لا هم د ۳۱ میاشتنۍ جګړې د ګټلو وړتیا لري.

بایډن وویل، چې د پوتین جګړه له لاسه وتلې او هغه خپل اصلي هدف نه دی ترلاسه کړی.

د ښاغلي بایډن په وینا؛ د روسیې ولسمشر غوښتل چې اوکراین له منځه یوسي، خو اوکراین لا هم ازاد دی.

بایډن همداراز د ناټو د کمزورې کولو لپاره د پوتین هڅې ته اشاره وکړه او ویې ویل: “هغه غوښتل چې ناټو کمزورې کړي؛ خو ناټو اوس تر بل هر وخت لوی، پیاوړی او متحد ځواک دی او دوه نوي غړي فنلنډ او سوېډن ورسره یوځای شوي دي. “

د غزې جګړه

د غزې د جګړې په اړه چې اوس یو کال کېږي، بایډن وویل، چې په غزه کې ولسي وګړي دا جګړه نه غواړي.

هغه په ​​یو ډول د دې جګړې پړه پر حماس واچوله، چې دا جګړه یې د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر جنوبي سیمو په برید سره پیل شوه او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او یو شمېر نور یې یرغمل کړل.

هغه یو ځل بیا د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پر پلان او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون پر اړتیا ټینګار وکړ.

د غزې په تړانګه کې جګړه چې شاوخوا یو کال وړاندې پیل شوې، تر اوسه تر ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

بایډن یو ځل بیا د دوو اسراییلي او فلسطیني دولتونو د جوړولو د حل غوښتنه وکړه، هغه هدف چې د دواړو خواو د ولسمشرانو لپاره ستونزمن شوی او ورځ تر بلې یې ترلاسه کول ستونزمن ښکاري.

بایډن د ایم پاکس ناروغۍ د پیل یادونه هم وکړه او اعلان یې وکړ، چې متحده ایالات به په افریقا کې د دې وېروس د ډېرېدونکې خپرېدا سره د مبارزې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي او د دې وېروس د مخنیوي لپاره به یو میلیون واکسینونه ورکړي.

د ډونالډ ټرمپ سره په ټاکنیزو مناظرو کې د هغه د فعالیت په اړه له نیوکو وروسته، په ځانګړې توګه د ډېموکراټ ګوند د غړو له خوا هغه د روان کال د نومبر د پنځمې په ټاکنو کې له ګډون څخه د وتلو اعلان وکړ، هغه د خپلې استعفا په اړه وویل: “زه ډېر شیان لرم غواړم چې ویې کړم؛ خو څومره چې زه له خپلې دندې سره مینه لرم، زه له خپل هېواد سره ډېره مینه لرم.”

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا