اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

دوو پخوانيو افغان سرتېرو په امریکا کې ژوند له لاسه ورکړ

دید خبرې آژانس: نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې دوه افغان وګړو  ۲۵ کلن عبدالمصور خالقي او ۲۷ کلن محمد سلمان نصري په امریکا کې د مالګې په سیند کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

فاکس نیوز خبر ورکړی، چې دغه دوه پخواني افغان سرتېري پنځه ورځې وړاندې د امریکا د آریزوناى ایالت په « مالګې سيند» کې ډوب شول.

د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، سلمان په کابل کې د امریکايي ځواکونو تر څنګ د امنیتي مسٶول په توګه دنده ترسره کوله او د نوي ژوند لپاره آریزونا ایالت ته د افغانانو د ایستلو پر مهال له طا-لبانو څخه په تېښته بریالی شوی و.

په همدې حال کې د آریزونا د کډوالو د مرکز بنسټ ایښودونکې جولیانا لارسن ویلي: «دوی له طا-لبانو څخه د تېښتې لپاره امریکا ته راغلي او بیا دغه غمجنه پېښه رامنځ ته شوه. عبدالمصور خالقي د افغانستان دی. هغه هلته د خپلې کورنۍ، دوو وروڼو، خور او مور او پلار سره په ۲۰۲۱ کال کې د ایستلو عملیاتو پر مهال راغلی و. هغه دلته د خپل تره زوی محمد سلمان نصري سره په فینکس کې ځای پر ځای شوی و.»

د فاکس نیوز د راپور پر بنسټ، خالقي او نصري د يو بل د تره زامن وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا