اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

هرېس: ټرمپ باید د دوهمې مناظرې ترسره کول ومني

دید خبرې آژانس: په داسې حال کې چې په امریکا کې د ولسمشريزې ټاکنې په نېږدې کېدو دي، د امریکا د ولسمشر اوسنۍ مرستیاله او په دې ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نومانده کامالا هرېس پر ټرمپ د یوه بلې مناظرې د ترسره کولو لپاره، فشار راوړي.

د رویټرز د راپور له مخې، مېرمن هرېس یو ځل بیا له ټرمپ څخه وغوښتل چې د سي اېن اېن د دوه اړخېزې مناظرې وړاندیز ومني، څو د اى بي اېس نيوز شبکې بحثونو ته دوام ورکړل شي.

د دیموکراتانو نوماندې په نیویارک ښار کې په یوه لاریون کې خپلو پلویانو ته وویل: «هغه (ټرمپ) باید ومني؛ ځکه چې زه په  احساس کوم چې موږ د امریکا خلکو او رایه ورکوونکو ته ژمن یو چې د ټاکنو له ورځې مخکې یو ځل بیا سره ووینو.»

هغې زیاته کړه: «موږ باید یو بل بحث وکړو. زما مخالف د مخنیوي لپاره د دلیل په لټه کې دی.»

په عین حال کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ په شمالي کارولینا کې خپلو پلویانو ته په یوه راټولېدنه کې وویل: «له نورو مناظرو سره ستونزه دا ده چې ډېر ناوخته دی او رای اچونه لا دمخه پیل شوې ده.»

کامالا هرېس پرون ومنله چې د امریکا په ځینو ایالتونو کې د رای ورکولو وخت پیل شوی دی. خو يادونه يې وکړه چې د دې سيالۍ نږدې يوه مياشت پاتې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا