اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبانو پوتین مرستیال ته لیک استولی

دید خبرې آژانس: طا-لبانو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ته یو لیک استولی چې د برېکس په سرمشریزه غونډه کې یې د ګډون غوښتنه کړې.

په دغه لیک کې ویل شوي چې د طا-لبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالغني برادر لېوال دی چې په کازان کې د برېکس په غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې د برېکس سرمشريزه د اکټوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسيې په کازان ښار کې جوړه شي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانوستي ویلي، دغه لیک د طا-لبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له لوري، د ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ته استول شوی دی.

عزیزي یوري اوشاکوف ته په یوه لیک کې ویلي، «موږ د برېکس په غونډه کې د طا-لبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي د ګډون لېوالتیا لرو.»

د برېکس ډلې اصلي غړي برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا ده. دغه ډله د روان کال په پیل کې د مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.

روسیې ویلي، چې راتلونکې غونډه به په درېیو مهمو برخو کې د همکاریو پر پراختیا لکه: سیاسي او امنیتي، اقتصادي او مالي او کلتوري اړخونو راټوله وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا