اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ملاله یوسفزۍ: نړۍ دې پر طا-لبانو فشار راوړي

دید خبرې آژانس: ملاله یوسفزۍ وايي، هڅه کوي چې د نړۍ پر مشرانو فشار راوړي، او له دې لارې طا-لبان د دوی د «بشریت ضد جنایتونو» په اړه حساب ته راکاږي.

یوسفزۍ وايي، چې د یوې عادلانه ټولنې رامنځته کولو او په ځانګړې توګه د افغانو نجونو او ښځو لپاره دې نړۍ لاس په کار شي.

د دوشنبې په ورځ د (تلې دویمه نېټه) ملګرو ملتونو د ملالي یوسفزۍ یو ویډیويي پيغام خپور کړی، چې نوموړې په کې د طا-لبانو له لوري د افغان نجونو او ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو په اړه څرګندونې کړې.

ملاله یوسفزۍ وايي، په افغانستان کې د نجونو حقونو ته ګواښ په هر ځای کې د نجونو حقونو ته ګواښ دی.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، تر هغه وخته پورې به په کراره نه کیني چې د یوې عادلانه ټولنې رامنځته کولو او په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو لپاره نړۍ لاس په کار شوې نه وي.

ملالې یوسفزۍ تېره ورځ هم د ملګرو ملتونو ودانۍ مخې ته له یو شمېر نورو ښځينه فعالانو سره په اعتراض کې ویلي و، چې د نړۍ مشران دې د نجونو غوښتنې واوري او د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې دې د دوی غوښتونو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړې ویلي و :«په افغانستان کې نجونې منځنيو ښوونځيو ته له تګه ګرځول شوې. په غزه کې نجونې د دوامداره بمباریو لاندې ژوند کوي. په نایجریا کې نجونې له ناورین او سېلابونو سره مخ دي»

په دې وروستیو کې لوېدیځ مېشتو د بشر او ښځو حقونو فعالانو پر نړۍ فشار ډیر کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه نور باید چوپ پاتې نه شي او له طا-لبانو دې د هغوی د سرغړونو حساب واخیستل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا