اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمنطقی

ایمل ولي خان: افغانستان سره د پښتونخوا یو ځای کول ناسم کار دی

دید خبرې آژانس: د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په یوه وروستۍ مرکه کې وویل، چې د یو پاکستاني په توګه وایم له افغانستان سره د پښتونخوا یوځای کول ناسم کار دی.

ایمل خان په دې مرکه کې وايي، چې «لر او بر یو افغان نعره» دا معنا نه لري چې مونږ له پاکستانه جدا او له افغانستان سره یوځای شو.

ایمل ولي خان د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یولسم اکټوبر قومي عدالت په اړه وویل، چې جرګه د پښتنو تاریخ دود دی او زیاتره مسایل د جرګو له لارې حل کیږي.

د پوډکاست چلوونکې د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ایمل ولي خان وویل، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د «لر او بر یو افغان» دا معنا لري، چې مونږ د قوم او د ژبې له مخې یو خلک یو او اوس هم زمونږ په کډون ټول په پاکستان کې مېشت پښتانه ځانونو ته افغانان وایو او دا یوه تاریخي مساله چې افغانستان د دوی د نیکونو وطن دی.

هغه د یولسم اکټوبر قامي عدالت ته د جرګې نوم ورکړ او په ډاکه یې کړه، چې تمه لري د خپل ملک «پاکستان» پر خلاف په کې څه نه وي.

تر دې وړاندې منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله‌من وزیر په یاد غونده کې د وینا پرمهال ویلي وو، چې راتلونکي اکټوبر کې به د پښتنو قامي عدالت جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې ویلي وو: « کوم حالت چې تاسو یې رامنځته کوئ، پښتانه یې نه درسره مني او نه په داسې حالاتو کې درسره مخته ځي.»

هغه د ګيله‌من وزیر د جنازې پرمهال ګډونوالو ته ویلي وو، چې دوی به د اکټوبر په ۱۱مه د پښتنو ولسونو سره په ګډه داسې پرېکړه کوي، چې ورسره به د احمدشاه بابا تاریخ یو ځلې بیا را ژوندی کړي.

هغه په خپلو پلویانو غږ کړی وو، چې حوصلې به نه بایلي، ځکه چې د هغه په وینا، خبرې اوس یو تاریخي پړاو ته داخلې شوې دي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا