اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د طا-لبانو ناسم تعبیر؛ د اسلام له نظره د ښځې غږ، مخ، لاسونه او پښې عورت نه دی

لیکونکی: سید هاشم امین، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو د پوهنځي پخوانی استاد او رییس

د طا-لبانو له خوا د ښځې د غږ او مخ د عورت ګرځولو مسالې پراخ غبرګونونه راپورته کړي، چې په اسلامي فقه کې د ښځې د عورت مساله په ځانګړي توګه د غږ، مخ، لاسونو او پښو په اړه، د پام وړ او د بحث موضوع ده.

په دې تړاو د بېلابېلو اسلامي مذهبونو، سلفو او معاصرو علماو نظریاتو ته یوه لنډه کتنه کوو:

د پخوانیو علماو له منځ څخه امام طبري په خپل تفسیر (جامع البيان عن تأويل آي القرآن) کې د سورة النور ۳۱م ایت راخیستی:

(وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا) ژباړه: او نه دې ښکاروي زينت ښايست ( او ځاى د ښايست ) خپل مګر هغه چې ښکارېږي له دغه (زينت څخه).

په تفسیر کې یې لیکي، چې د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي او د ایت سره سم ښکاره کېدای شي، هغه استدلال کوي چې دا هغه زینت دی، چې ښځه یې تل پټ نه شي ساتلی.

حضرت ابن عباس رضي الله عنهما ویلي: (ما ظهر منها) د ښځې مخ، لاسونه او ګوتې دي.

د احزاب سورت به ۵۹م ايت څخه څرګندیږي، چې د رسول الله په وخت کې مېرمنې له کورنو څخه بهر وتلی او امر ورته وشو، چې په خپلو سینو دې پړوني راخواره کړي؛ تر څو یې ښکلا څرګنده نه شي.

همدارنګه امام ابن حزم په خپل کتاب “المحلى” کې لیکي، چې د ښځې مخ، لاسونه او پښې عورت نه دي.

په همدې توګه د حنفي مذهب پوهان وایي، چې د ښځې ټول بدن عورت دی پرته له مخ، لاسونو او پښو.

امام کاساني په البدائع والصنائع؛ البحر الرائق شرح كنز الدقائق او ابن نجيم الحنفي د دلیل په توګه د سورة النور ۳۱م ایت تفسیر او د پیغمبرﷺ زمانې عملي مثالونه راوړي دي.

د سورة النور د ۳۰م ایت څخه چې الله تعالی مومنانو نارینه و ته امر کوي؛ تر څو خپل د شهوت نظر ښکته کړي، ښکاري چې پېغمبرﷺ په ټولنه کې موجود و او ښځو به مخونه نه پټول، په داسې حالت کې الله تعالی نارینه مکلف کړي وو، چې خپل مخالف جنس ته په بد نظر ونه ګوري.

د ښځو د عورت په هکله امام شافعي په خپل کتاب “الاُم” کې لیکي، چې د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي، دلیل یې د سورة النور ۳۱م ایت راوړی.

په بخاري او نورو کې راغلى، چې حضرت ابن عباس روايت کړى، چې ورور يې فضل بن عباس په حجة الوداع کې پر يوه مرکب باندې سپور و، چې د خثعم له قبيلې څخه يوه ښځه راغله؛ نو فضل هغې ته او هغې فضل ته کتل تر څو رسول الله د فضل مخ په بلې خوا وګرځاوه، له دې حديث څخه څرګنديږي، چې د هغه ښځې مخ لوڅ و.

د مالکي مذهب بنسټګر امام مالک هم په (المدونة الكبرى) کې وایي، چې د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي او دلیل یې د النور سورت د دېرشم او یودېرشم ایتونو تفسیر او د پیغمبر ﷺ زمانې عملي بېلګې راوړي دي.

د حنفي فقهې ستر عالم ابن عابدین په (رد المحتار على الدر المختار) کې وایې: د ښځې غږ په عمومي توګه عورت نه دی، مګر که د فتنې وېره یقیني وي، نو احتیاط پکار دی.

د رسول الله ﷺ سره په ټولو غزاګانو او جنګونو کې ښځې شریکې وې، چې ډېرو یې د اوبو رسولو، د زخمیانو تداوي کولو او نورو خدماتو کې فعاله ونډه درلوده او په هېڅ جنګ کې د مېرمنو مخونه، غږونه، لاسونه او پښې پټې نه وې.

د امام شافعي د مذهب یو ستر عالم امام نووي په (المجموع شرح المهذب) کې همدارنګه د ښځې غږ، لاسونه، پښې او مخ عورت نه بولي.

امام ابن قدامه د حنبلي فقهې پیرو په (المغني) کې وایي، چې د ښځې غږ عورت نه دی.

امام بخاري او نور له حضرت جابر بن عبدالله رض څخه روايت کوي، چې محمد ص د اختر لمونځ له خلکو سره ادا کړ او بيا یې هغوى ته وعظ او نصحيت وکړ او ورپسې د ښځو خوا ته ورغى او هغوى ته هم وعظ او نصحيت وکړ او هغوى ته وویل: “ای د ښځو ډلې! صدقه وکړئ! ځکه چې د دوزخ د خس او خاشاک زياته برخه تاسې جوړوئ! د همدې ښځو له منځ څخه يوه ښځه چې د لمر د زيات حرارت له امله یې پر مخ داغ درلود جګه شوه…. “

د دې حديث دلالت د ښځو د مخ پر لوڅوالي په دې توګه دی، چې که چېرې د ښځو مخ لوڅ نه وى، نو جابر (رض) به څرنګه پوهېده چې د هغې ښځې مخ داغ لري.

نو دا په دې معنا چې هلته ښځې لوڅ مخ ناستې وې او له محمد ص سره د مکالمې نه موخه دا ده، چې غږ عورت نه دی.

په همدې توګه د معاصرو علماو ترمنځ هم دوکتور وهبه زحیلي په خپل مشهور کتاب (الفقه الإسلامي وأدلته) د نور سورت یو دېرشم ایت او د پیغمبر ﷺ د زمانې عملي مثالونه راوړي، چې د ښځې مخ، لاسونه او پښې عورت نه دي.

هغه زیاتوي، چې د ښځې غږ هم په اصل کې عورت نه دی.

د اسلامي نړۍ بل ستر عالم شیخ یوسف القرضاوي په خپله فتوا (فتاوى معاصرة) کې د ښځې مخ، لاسونه، پښې او غږ هم د اسلامي شریعت مقاصدو او د پیغمبر ﷺ زمانې تاریخي شواهدو خلاف بولي.

دوکتور علي جمعة په (الفتاوى الحديثة) کې په (د سورة النور ۳۱م ایت او د اسلامي ټولنو تاریخي عمل) د استدلال په توګه راوړي او وایې، چې د ښځې مخ، لاسونه او پښې عورت نه دي او دی هم زیاتوي، چې د ښځې غږ هم عورت نه دی.

امام احمد په (مجمع الزايد) کې د رسول الله (ص) هغه قول نقل کړی، چې وايي: ” كله چې تاسې غواړئ له كومې نجلۍ سره واده وكړئ، نو پر تاسې كومه ګناه نه شته، چې د هغې ننداره وكړئ، په دې شرط چې يوازې د خواستګارۍ لپاره وي.”

نو دا ښکاره دلیل دی، چې د مېرمنو مخونه به ښکاره وو او چا هم مخونه نه پټول.

د هِند دیوبندي مکتب مشهور عالم اشرف علي تهانوي په (بهشتی زیور) کې استلال کوي، چې د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي؛ خو د فتنې په صورت کې پټول غوره دي (البته جبري به عورت نه ګرځول کېږي) نوموړی عالم دلیل د نور سورت ایت او د حضرت عایشه (رض) حدیث د استلال په توګه راوړي.

همدارنګه د پاکستان پخوانی مفتي محمد شفیع عثماني په (معارف القرآن) کې د سورت النور ۳۰ او ۳۱م ایتونه او د پیغمبر ﷺ زمانې عملي مثالونه راوړي او وایي، چې د ښځې مخ، لاسونه او پښې عورت نه دي؛ خو د فتنې په صورت کې پټول غوره دي نوموړی یې په دوام وايي، چې د ښځې غږ هم عورت نه دی.

په همدې توګه مولانا ابوالاعلي مودودي په خپل کتاب (پرده) کې د اسلامي تاریخ شواهد راوړي او استدلال کوي، چې د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي؛ خو د یقیني فتنې په صورت کې یې پټول غوره دي او د ښځې غږ هم عورت نه دی.

امام مسلم، بخاري او نورو یو روايت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځو ته امر وكړ، چې د اختر لمانځه د ترسره كولو لپاره دې، مصلې ته ووځي، ښځو عرض وکړ، چې په موږ كې يو شمېر داسې ښځې هم شته، چې پړوني نه لري، رسول الله (ص) ورته وویل: ” كوم كسان چې پړوني نه لري، د خپلو خويندو په پړونې كې دې ځانونه پټ كړي.”

له پورته حدیث څخه څرګندیږي، چې مېرمنې بهر لمونځونو ته هم راوتلې او د دوه یا څو نفرو ترمنځ به یو پړونې شریک و، چې یواځې سرونه به یې پټ وو.

یوه بله غوره بېلګه یې د حج د فریضې د ادا کولو پر مهال له سړو سره د مېرمنو یو ځای ګډون دی، چې هم یې غږ اورېدل کېدی شي او هم یې مخ ښکاره وي.

پایله:

د پورتنیو نظریاتو په رڼا کې ښکاري، چې د اکثریت اسلامي مذاهبو او معتبرو علماو په نظر د ښځې مخ، لاسونه او پښې په عمومي توګه عورت نه ګڼل کیږي.

همدارنګه د ښځې غږ هم په اصل کې عورت نه دی.

دا نظریات د اسلامي شریعت له اصولو سره سم معتدل او نرم دي، چې ښځې ته د مناسبې او معقولې ازادۍ اجازه ورکوي.

پس په افغانستان کې د مېرمنو غږ او مخ عورت ګرځول کومه ښکاره او غښتلې اسلامي ریښه نه لري او دا چاره د اسلامي اصولو څخه سرغړونه ده.

یادونه: مونږ د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کو؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا