اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبان د خپلې خوښې شنونکي د رسنیو سیاسي خپرونو ته معرفي کوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان پر رسنیو د طا-لبانو د نویو بندیزونو په غبرګون وایي، چې دغه ډله د خپلې خوښې شنونکي په سیاسي خپرونو کې د ګډون په موخه رسنیو ته معرفي کوي.

یاد سازمان نن د یوې اعلامیې په خپرولو د طا-لبانو دا کړنه یو بل سانسور او د بیان پر ازادۍ جدي بندیز وباله.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د رسنیو پر سیاسي خپرونو د طا-لبانو د نوي بندیز په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د رسنیو له ملاتړو سازمانونو غوښتي، چې په دې برخه کې قاطع دریځ غوره کړي.

دغه سازمان په خپله اعلامیه کې لیکلي: «له ټولو هغو بنسټونو چې د بیان د ازادۍ، رسنیو او د بشري حقونو ملاتړ کوي غواړو، چې د طا-لبانو د دې ځپونکو پرېکړو پر وړاندې کلک او قاطع دریځ غوره کړي.»

یاد سازمان دغه راز له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طا-لبانو دا اقدامات بې ځوابه پرېنږدي.

یوې سرچینې ویلی وه چې طا-لبان غواړي په افغانستان کې پر کورنیو رسنیو د بندیزونو نوې څپه پیل کړي.

طا-لبانو بیا د دې تازه بندیزونو د عملي کېدو په تړاو تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې پر رسنیو د طا-لبانو له محدودیتونو سره – سره ځینې رسنۍ ګردي مېزونه او سیاسي خپرونې جوړوي، خو طا-لبان له دغو سیاسي خپرونو او تحلیلونو سخته اندېښنه لري او دغه ډله غواړی، چې د دې خپرونو له بندولو سره سانسور نور هم زیات کړي او کنټرول شوي معلومات خپاره شي.

دا پر رسنیو د طا-لبانو نوی بندیز نه دی، دغې ډلې تر دې وړاندې هم د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره د رسنیو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

څو ورځې وړاندې د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت چارسمبالي ضیاء الحق حقمل ویلي وو، چې رسنۍ دې د هغو بهرنیو کسانو راپورونه نه را نقلوي، چې د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه کوي.

بل خوا دغې ډلې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د ملا هبت الله په امر د ملي ټلویزیون پر خپرونو بندیز لګولی او د بندیز لامل هم په دې رسنۍ کې د ژوندیو انځورونو خپرول بلل شوی دی.

د یادولو ده، چې طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې د دغو بندیزونو ترڅنګ لسګونه خبریالان نیولي، بندیان کړي، وهلي، ګواښلي او په بندخونو کې یې سخت شکنجه کړي هم دي.

سره له دې چې له رسنیو او خبریالانو سره د طا-لبانو دغه چلند د خبریالانو د ملاتړو ادارو له سخت غبرګون سره مخ شوی؛ خو یادې ډلې نه یوازې دا چې خپل دریځ د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې بدل کړی نه دی، په دې وروستیو کې یې خپلې سخت دریځۍ لا پسې زیاتې کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا