اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

امریکا او اردن خپلو اتباعو ته: له لبنان څخه ووځي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له امریکايي اتباعو غوښتي چې له سوداګریزو غوارويو څخه په کار اخيستنې له لبنان څخه ووځي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرتيا کې ویلي: «د حزب الله او اسراٸيلو ترمنځ د روانې جګړې د نه اټکل شوي ماهیت او په بیروت کې د جلما څخه د لبنان وروستیو چاودنو له امله، د متحده ایالاتو سفارت د متحده ایالاتو اتباعو څخه غواړي ترهغه چې سوداګریز انتخابونه شتون ولري، لبنان پرېږدي.»

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد له اتباعو غوښتي چې له لبنان څخه ووځي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرتيا کې ویلي: «اوس مهال سوداګریزې الوتنې شتون لري؛ خو د دوی ظرفیت کم شوی دی. که امنیتي وضعیت خراب شي، ممکن د هېواد پرېښودو لپاره سوداګریز انتخابونه هم شتون ونلري.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراٸيلو پر لبنان خپل هوايي بریدونه پیل کړي او تر اوسه یې په دغه هېواد کې د حزب الله اړوند اهدافو باندې څو ځله بریدونه کړي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي دي چې د دغه هېواد په لسګونو جنګیالیو وروسته له هغې د لبنان په جنوبي سیمو باندې چې حزب الله د اسرائیلو په خاوره کې د ډزو لپاره چمتووالی وپیژندل شو، پراخ بریدونه پیل کړل.

د اسراٸیلو وروستی برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې اسراٸیلو د پوځ په وینا په بیروت کې په لسګونو جګپوړي قومندانان او د حزب الله غړي ووژل شول.

لبنان هم اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې د درېیو ماشومانو په ګډون ۳۷ کسان وژل شوي دي.

مخکې له دې چې پرون ماښام بریدونه پیل شي، د اسرایلو پوځ ویلي وو چې په تېرو بریدونو کې یې شاوخوا ۱۸۰ ځایونه او زرګونه بشکې راکټ لانچرونه له منځه وړي دي.

د حزب الله مشر حسن نصرالله د بریدونو پړه پر اسرائیلو اچولې او ويلي يې دي، چې دغه ډله له «ټولو سرو کرښو»تېره شوې او د «عادلانه مجازاتو» ژمنه یې کړې ده.

د يادونې وړ ده چې د لبنان په شمال او حيفا سيمه کې پر ګرځېدو بنديزونه لګول شوي دي.

د لبنان د ګاونډي هېواد اردن د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا اتباعو ته ورته سپارښتنې کړي او له هغوی یې غوښتي چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا