اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبګزارش

اورآسيا: د افغانستان او پاکستان پولې کړکېچ مخ په زیاتېدو دی

د ارواسيا خبري- تحلیلي شبکې په یوه نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکیچ ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دى.

د چمن – سپین بولدک پر پوله تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شو چې پاکستان تېر کال د پولې دواړو غاړو ته له ویزې او پاسپورټ پرته پر دغه پوله د تګ راتګ بندیز ولګاوه او د چمن سیمې اوسېدونکو د پاکستان له لوري د دې پرېکړې له اعلان وروسته د چمن – سپین بولدک پر پوله د تګ راتګ بندیز په غبرګون کې د دغه هېواد حکومت پر ضد اعتراض وکړ.

د دغه راپور له مخې، په چمن سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د ۹ میاشتو په اعتراضونو کې له ۴۰ زیات کسان نیول شوی او لږ تر لږه د ۱۷ پاکستاني امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۸ کوونکي لاريون  ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان اتباع یوازې د خپلو پېژندپاڼو« تذکرو» په ښودلو له دې پولې اوړېدل.

اوراسيا لیکي چې د پاکستان د حکومت له خوا لګول شوي محدودیتونه نه یوازې د پولې د دواړو غاړو اوسېدونکو ته، چې له کلونو راهیسې ترې په عادي ډول تېرېدل، ستونزمن کړي دي.؛ بلکي له ۲۰ زرو څخه زیات ځايي کارګران یې بې روزګاره کړي دي.

دغه خبري شنونکې شبکه وايي، چې څه باندې یوه پېړۍ وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اختلافي پولې (ډیورنډ) له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د سرحدي سیمو له لارې د ځايي خلکو پر تګ راتګ دغه ډول بندیز لګول شوی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دا بندیزونه یو اړین امنیتي اقدام دی. ځکه چې دا هېواد د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طا-لبانو د بیا واک له ترلاسه کولو راهیسې د سرحدي “ترهګریزو” تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مخ دی.

په ورته وخت کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي. د پاکستاني چارواکو له خوا د طا-لبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د دغو بریدونو په تړاو ورکولو، اسلام آباد پرېکړه وکړه چې دغه هېواد ته د «ترهګرو» د تګ راتګ د مخنیوي لپاره پر پوله اغزن تار ولګوي.

پاکستاني رسنیو تل خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له راتګ وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي. خو طا-لبانو تر دې دمه د تحریک طا-لبان پاکستان یا ټي ټي پي شتون او ملاتړ رد کړی دی.

پاکستاني چارواکي د دغو بریدونو پړه پر طا-لبانو اچوي او د ټي ټي پي په څېر د ترهګرو ډلو پر وړاندې د هغوی نرم دریځ ته اشاره کوي.

د آوراسيا د راپور په یوه برخه کې همداراز ویل شوي چې له افغان طا-لبانو څخه د پاکستان د ټولو هڅو او غوښتنو سربېره؛ خو دوی تر اوسه د ټي ټي پي پرضد کوم اقدام نه دی کړی. په نهایت کې، د پاکستان حکومت د هغه څه چې دوى يې له «افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرو د تګ» د مخنیوي لپاره ګامونه بولي، ترسره کړي دي.

د دغه راپور له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو د امنيت زياتول د دغو اقداماتو له لومړيتوبونو څخه دي؛ خو په دې کار کې سیمه يیز تحرکات لکه کلتوري مشترکات، کورنۍ او د ځایی خلکو ژوند په بشپړه توګه له پامه غورځول شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا