اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

سراج: ما ویلي وه چې د طا-لبانو او اسلام اباد ملګرتیا یو کال هم دوام نه کوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر احمد ضیا سراج وايي، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې یې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر فیض حمید ته خبرداری ورکړی و چې که طا-لبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي، د اسلام اباد او طا-لبانو دوستي به تر یوه کال زیات دوام ونه کړي.

ضیا سراج د طا-لبانو او پاکستان تر منځ وروستیو تاوتریخوالو ته په اشارې سره وویل، د طا-لبانو او اسلام اباد اړیکې ورځ تر بلې د خرابیدو خواته روانې دي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا د پاکستان استازي منیر اکرم په ځلونو د دغې شورا په غونډه کې د طا-لبانو حکومت له ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړی او دعوه یې کړې چې طا-لبانو په افغانستان کې ټي ټي پي ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې ناامني جوړه کړې. خو طا-لبان بیا د ټي ټي پي موضوع د پاکستان کورنۍ موضوع بولي.

په تېرو دوه نیمو کلو کې په پاکستان کې د پخوا پرتله ناامني په بې ساري ډول زیاته شوې او د طا-لبانو او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې دي.

طا-لبانو په تېرو دوه نیمو کلو کې څو ځلې له پاکستاني پوله ساتو سره نښتې کړې دي. پاکستان ادعا کوي چې طا-لبانو د دغه هیواد مخالفو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او له ټي ټي پي سره مرسته کوي چې د پاکستان پر ګټو بریدونه وکړي.

په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې «ما د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې په اسلام اباد کې د ای ایس ای له پخواني مشر جنرال فیض حمید سره په وروستۍ رسمي ناسته کې، هغه ته وویل چې پر طا-لبانو د پاکستان له ټولو پانګونو سره سره، که طا-لبان واک ته ورسېږي، د دوی دوستي به تر یوه کال زیات دوام ونه کړي.»

ضیا سراج وړاندې وايي، د دې خبرې لپاره بې شمېره دلیلونه هم لري.

ښاغلی سراج همدارنګه په افغانستان کې د حکومتونو د پرځېدو تاریخي لاملونو ته په اشارې سره وویل، اقتصادي تکیه، بهرنیو مرستو ته اړتیا، اکمالاتي لارې چې څو ځله د افغانستان پر ضد کارول شوې، پر ډیورنډ کرښې ستونزې، پرافغان خاوره دعوې، او د کورنیو او بهرنیو ګټو ټکرونه. هغه لاملونه دي چې تل سیاسي بې ثباتي رامنځته کوي او په افغانستان کې د حکومتونو او سیاسي د پرځیدو لامل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا