اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

القا/عده محمود شاه حبیبي اعداموي

دید خبرې آژانس: د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا «سي آی اى» پخوانۍ مامورې سارا اډمز وايي، طا-لبانو د محمود شاه حبیبي په نوم افغان الاصله امریکايي القاعدې ته سپارلی او ټاکل شوې چې دغه شبکه هغه اعدام کړي.

هغې پر اېکس لیکلي چې د القا/عده شبکه ښاغلي حبیبي په داسې حال کې اعداموي چې د امریکا حکومت طا-لبان په افغانستان کې د «ترهګرۍ ضد متحد» ګڼي.

محمود شاه حبیبي دوه ورځې وروسته له هغې چې د القا/عده شبکې مشر ایمن الظواهري د کابل په شیرپور کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شو، په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.

سارا اډمز، د سي آی اى پخوانۍ ماموره چې په پاکستان کې د طا-لبانو د لومړي وزیر د اوسني اقتصادي مرستیال عبدالغني بردار په نیولو کې ښکېله وه، پر اېکس لیکلي: «څومره بد! طا-لبانو په دې وروستیو کې محمود شاه حبیبي القاعدې ته سپارلی او اوس د دغې شبکې له خوا هغه د اعدامولو په حال کې دی. [طا-لبان] پرحبیبي د ایمن الظواهري د وژنې پړه اچوي، چې په ۲۰۱۲ کال کې په بنغازي کې زموږ د بریدونو مشري کوله. که څوک مسؤل وي، طا-لبان او حقاني دي.»

هغه وايي چې طا-لبانو د امريکا حکومت ته درواغ ويلي او د محمود حبيبي په نيولو کې يې لاس لرل رد کړي او په دې کار کې يې له القاعدې ملاتړ کړی دی.

آغلې اډمز زیاتوي چې که متحده ایالات سمدستي اقدام ونه کړي، یو امریکایی به د القا/عدې له خوا اعدام شي. په داسې حال کې چې د امریکا حکومت په دې مسٸله سترګې پټوي.

هغې په ​​دې مقاله کې دا پوښتنه هم کړې: «آیا د امریکا حکومت به وروسته له دې چې دوی یو امریکایی القاعدې ته وسپاره د طا-لبانو ملاتړ ته دوام ورکړي؟»

تر دې وړاندې د حبيبي کورنۍ ويلي و، چې طا-لبانو محمود شاه حبيبي القا/عده شبکې ته سپارلی او دوی د هغه د برخليک په اړه معلومات نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا