اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ایکانومېسټ: نړیوالې محکمې ته د طا-لبانو را کشول ګران دي

دید خبرې آژانس: ایکانومېسټ اونیزه وايي، سره له دې چې د بشري حقونو فعالین د جرمونو نړیوالې محکمې ته د طا-لبانو د راکش کولو غوښتنه کوي، خو د دې ډلې محاکمه کول ستونزمن ښکاري، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې په لویدیځ کې ډیری خلک د اوکراین او غزې په جګړه کې ښکېل دي.

په راپور کې راغلي دی، د طا-لبانو د روانو کړنو ته په غرب کې کمه غوسه ښودل شوې ده.

ایکانومېسټ اونیزې راپور د طا-لبانو د امربالمعروف نوي قانون ته په اشارې سره لیکلي، چې پکې طا-لبانو له افغان میرمنو هر ډول ازادي اخیستې ده.

اونیزې زیاته کړې، چې ډېری افغان مېرمنې له هېواده د وتلو د لارو چارو په لټه کې دي.

ایکانومېسټ اونیزې د پنجشنبې په ورځ « وږي ۲۷مه» لیکلي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له واک ته د رسېدو درې کاله وروسته په هېواد کې وضعیت تر بل هر وخت خراب ښکاري.

طا-لبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال پر افغان ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.

په دې وروستیو کې، دې ډلې د “امربالمعروف او نهې المنکر” په نوم د یو قانون تصویبولو اعلان وکړ، چې په دغه قانون کې تر ډېره ښځې په نښه شوې دي.

د طا-لبانو نوی قانون ښځې له نارینه وو سره له خبرو کولو منع کړې او ان د قران لوستلو په وخت کې د دوی غږ “عورت” بولي.

په همدې حال کې، په قطر کې د طا-لبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ایکانومېسټ ته وویل چې نوی قانون د طا-لبانو د امر بالمعروف مامورینو د صلاحیت د محدودولو لپاره جوړ شوی دی.

ښاغلي شاهین وویل، د قانون هغه مادې چې ښځې له کوره بهر له خبرو کولو منع کړې”غلطې تعبیر شوې دي.”

د طا-لبانو دغه چارواکي ادعا کړې، چې طا-لبانو په افغانستان کې زرګونو ښځینه ژباړونکو ته جوازونه ورکړي دي.

شاهین وویل چې د طا-لبانو د امر معروف قانون ښځې د نارینه وو په شتون کې په لویو غونډو کې له سندرو ویلو منع کوي.

هغه دا هم وویل چې میرمنې کولی شي په نسايي ولادي او دیني برخه کې زدکړې وکړي.

ښځې د خپل راتلونکي او د خپلو ماشومانو ته اندېښمنې دي

ایکانومېسټ لیکي، د طا-لبانو محدودیتونو پر افغان مېرمنو سخت اغېز کړی، چې ډېری یې له هېواد د وتلو د لارو چارو په لټه کې دي.

دې اونیزې لیکلي، چې دا کار د رسمیت د ترلاسه کولو لپاره د طا-لبانو هڅې د تاثیر لاندې راولي.

نصيبه، (مستعار نوم)، د نسايي ولادي ډاکتره وايي چې هغه د طا-لبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې”نااميدي او يوازېتوب” احساسوي.

دغې ډاکټرې وويل، په ډېره وېره له خپله کوره وځي، ځکه وېرېږي، چې طا-لبان به ورته څه ووايي او يا به يې ودروي.

راپور وايي، د طا-لبانو د “امربالمعروف” قانون وروسته، ښځې ډېرې کمې له کورنو وځي او هڅه کوي چې هیڅکله یوازې له کوره و نه ووځي.

نصیبه له افغانستانه د تیښتې د لارو چارو په لټه کې ده، په ځانګړې توګه د خپلې لس کلنې لور او پنځه کلن زوی له امله چې د طا-لبانو ستاینه کوي .

هغه وايي، کله چې زوی یې په بازار کې طا-لب جنګیالي له خپلو رینجرونو سره ویني، غواړي د هغوی انځورنه واخلي: “شاید یوه ورځ به طا-لب شي.”

هغې په خندا سره وویل: “کله چې زدکړې نه وي، د کمپیوټر ټولګي نه وي، انګلیسي نه وي، یوازې دیني زدکړې وي، « زوی» هغه به نور څه شي؟”

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا