اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

بشردوست: طالبان هم د تېر حکومت په برخلیک اخته کیږی

دید خبرې آژانس: د مخکینۍ ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست په دې باور دی چې طا-لبان به د تېر جمهوري حکومت په برخلیک اخته شي.

هغه ویلی:«لکه څنګه چې جمهوریت، جمهوریت ړنګ کړ، که امارت په همدې لاره روان وي، امارت به امارت وپرځوي».

بشردوست د جمهوري حکومت او د طا-لبانو حکومت پر مهال د فساد په پرتله کولو سره وویل، «د جمهوریت او امارت په اقتصادي تګلاره او حکومتي جوړښت کې هیڅ توپیر نه شته.»

هغه زیاته کړه: «د امارت په دوره کې هم، ورته لنډکروزرونه، هماغه مزې چړچې، پلونه او کبابونه او ورته سل زره ډالري معاشونه دي.»

بشردوست وویل، «طالبان په هماغه وزارتونو کې کار کوي چې نیواکګرو په بن کې د کرزي، قانوني او خلیلي لپاره جوړ کړي وو.» د هغه په وینا، «امریکا وزارتونه د قوم، مذهب او تنظیمونو پر بنسټ جوړ کړي وو.»

بشردوست وویل، طا-لبان دولتي څوکیو ته د «غنیمت» په سترګه ګوري او دغه بهیر د افغانستان په تاریخ کې تل و او روان دی.

هغه زياته کړه چې طا-لبانو شرعي قانون رامنځته کړى دی، خو دغه قانون یې په بشپړ ډول پر ځان نه دى عملي کړى.

رمضان بشردوست د خپلو سختو نیوکو له امله پېژندل شوی دی. هغه یو له هغو څو افغان سیاسي شخصیتونو څخه دی چې واک ته د طا-لبانو تر رسېدو وروسته په کابل کې پاتې شوی او هلته اوسیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا