اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمنطقیمهم مطالبګزارش

د پاکستان استازی: طا-لبان د پاکستان په بریدونو کې لاس لري

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان استازي ویلي، چې په افغانستان کې ترهګري د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

منير اکرم وويل، پاکستان کره شواهد لري چې په پاکستان کې دننه ځينې بريدونه د طا-لبانو د رژيم د غړو له خوا شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طا-لبان د دا/عش پر وړاندې په جګړه کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې القا/عده او پاکستاني طا-لبانو ته یې پناه ورکړې او ساتنه یې کړې ده.

هغه وويل، “ټي ټي پي د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ډله ده او بايد د ټولې سيمې او نړۍ لپاره اندېښنه وي.”

هغه زیاته کړې، چې دا ډله د شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالیو په درلودلو سره په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله ده.

منير اکرم دا هم وويل، چې طا-لبانو د پاکستان پولې ته څېرمه د ټي ټي پي غړو ته پټنځايونه ورکړي او دا ډله نږدې هره ورځ له دغو سيمو څخه په پاکستان کې پر اهدافو بريدونه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وایي، د تحریک طا-لبان پاکستان په بریدونو کې سلګونه پاکستاني پوځیان او ملکیان وژل شوي دي.

هغه وویل: “موږ کره شواهد لرو، چې لږ تر لږه په پاکستان کې دننه د ټي ټي پي ځینې بریدونه د طا-لبانو د ډلې د غړو له خوا تمویل شوي وو.”

منير اکرم زياته کړه، پاکستاني طا-لبان په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په پرمختللو وسلو سمبال شوي، چې ګودامونه يې افغان طا-لبانو ته سپارل شوي دي.

هغه د افغان طا-لبانو ځينې قوماندانان په ځينو سرحدي نښتو کې په لاس لرلو تورن کړل، چې له امله يې د پولې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پاکستاني ډیپلوماټ د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې له القا/عدې سره د طا-لبانو د اوږدې مودې اړیکو ته په کتو سره به ډېر وخت نه وي، چې ټي ټي پي په سیمه او نړۍ کې د القا/عدې د اجنټ په توګه عمل وکړي.

پاکستاني استازي وویل: “په داسې حال کې چې ځینې ملګري په د دا/عش د ګواښ په اړه اندیښمن دي، دوی باید په نږدې راتلونکي کې د ځواکمن ټي ټي پي له خوا د ګواښ په اړه هم اندیښمن وي.”

د طا-لبانو پراخې بشري سرغړونې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي هم په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل، پاکستان هم د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د سرغړونو په اړه اندېښنه لري.

منير اکرم وويل، طا-لبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې لومړنۍ ژمنې او همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پرې کړې ده.

هغه وویل، طا-لبانو د دې پر ځای چې محدودیتونه کم کړي، د یو نوي قانون په تصویبولو سره دوی دوه چنده کړي، چې د ښځو غږونه او مخونه عورت بولي.

پاکستاني استازي وویل، له طا-لبانو سره د اړیکو عادي کېدل د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د دغې ډلې د جدي مبارزې په شرط دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا