اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

فایق: طا-لبانو افغانستان د کړکېچ په سیمې بدل کړی دی

دید خبرې آژانس: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر فایق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې وویل، چې طالبانو افغانستان د کړکېچ په یوې سیمې بدل کړی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې پراخ بشري، اقتصادي او د بشري حقونو بحران ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان خلک له دغه بحرانه اړ شوي چې هېواد پرېږدي.

د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه نن چهارشنبه په ملګرو ملتونو کې جوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان استازي فایق زیاته کړه، چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر حاکم کړی دی.

هغه وویل، د ثانوي او لوړو زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالره زیان رسولی دی.

هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان د ماشومانو بد وضعیت ته په اشارې وویل، چې د هېواد ماشومان د خوراکي توکو له کمښت او بشري ناورین سره مخ دي.

فایق وويل، چې نجونې او هلکان له باکيفيته زده کړو بې برخې دي او طا-لبانو هڅولي چې په جهادي مدرسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه پخواني امنيتي ځواکونه د طا-لبانو له خوا نيول کېږي، شکنجه کېږي او وژل کېږي.

هغه وویل، یو شمېر کسان د مقاومت له جبهې او دا/عش سره د اړیکو لرلو په پلمه شکنجه کیږي او بې عدالتي وژل کیږي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طا-لبان بیا واک ته ورسېدل؛ دغې ډلې په نجونو او مېرمنو پراخ بندیزونه ولګول.

د نړۍوالې ټولنې په ګډون ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د طا-لبانو له خوا پر مېرمنو لګېدلي بندیزونه غندلي؛ خو طالبانو بیا دا خپله داخلي چاره ګڼلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي شریعت په تطبیق کې له هیچا سره معامله نه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا