اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په افغانستان کې ۳۸ زره نورې نجونې هم له لوړو زده کړو بې برخې دي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) ویلي چې سږ کال په افغانستان کې ۳۸ زره نجونې هم له لوړو زده کړو بې برخې شوې.

دغه بنسټ نن (چهارشنبه، د وږي ۲۸) زیاته کړې، چې سږ کال د نږدې ۱،۵ میلیونه نجونو ترڅنګ چې تر شپږم ټولګي یې زده کړې کړې دي او اوس زده کړو ته لاسرسی نه لري،٢۸ زره نجونو نورې نجونې هم له زده کړو بې برخې شوې.

د دغه سازمان په وینا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونيز کال له پیل سره سم نه شي کولاى خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

یونېسف ټینګار کړی، چې د طالبانو د پرېکړې په دوام چې د نجونو پر زده کړو يې بندیز لګولى، هغه نجونې هم اغېزمنې شوې دي، چې له شپږم ټولګي فارغې شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طا-لبانو د خپل واک د بیا ټينګښت راهيسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل او له هغې وروسته یې پوهنتونونه ته هم د د ښځینه زده کړيالانو تګ منع کړ.

د تېرو درېیو کلونو په تېرېدو سره هم نه د طالبانو مشرانو او نه هم د طا-لبانو د ادارې لاندې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه د نجونو پر زده کړو د بندیز د لیرې کېدو د لامل په اړه ځواب ويونکي نه دي، خو په وروستیو کې طالبانو د دې مسلې په اړه پوښتنې کول هم منع کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا