اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو عواید په څلورو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی

ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې پیل شوی، د طا-لبانو عاید څه باندې یو میلیارد ډالرو (۶۹،۷ میلیارده افغانیو) ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي. او د ټاکل شوي هدف څخه ٣ سلنه ډېر شوي دى.

خو د دغه راپور پر بنسټ، دا زیاتوالی په عمده توګه د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال د مالیاتو د ریاست د عوایدو ۳۰ سلنه زیاتوالی دی. په دې موده کې د ګمرکونو عواید هم په کلني ډول ۲ سلنه کم شوي او لامل یې د ډبرو سکرو د صادراتو د مالیې کموالی او پر ځینو توکو د ګمرکي تعرفو کموالی ښودل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد په دوامدار ډول له ټيټوالي او د نرخونو د راټيټېدو سره مخامخ دی، چې د کمزوري اقتصادي فعاليت او د تقاضا کموالی په ګوته کوي، که څه هم دا لړۍ د تېر په پرتله په ورو روانه ده.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د کلنۍ انفلاسیون کچه د ٢٠٢۴کال تر جون پورې منفي ۵.٩سلنه ته رسیدلې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، د سوداګرۍ کسر هم د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳،۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله ۳۴ سلنه ډېر شوی دی.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې صادرات ١٤ سلنه کم شوي او ٧٠٠ ملیون ډالرو ته رسېدلي دي چې اصلي لامل یې پاکستان ته د سکرو په صادراتو کې ٧٦ سلنه کموالی دی.

په مقابل کې يې، د ٢٠٢٤ کال په لومړۍ نیمایي کې واردات له ٢٣سلنې څخه ۴.٦ ملیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د جون په لسمه د طا-لبانو ویاند اعلان وکړ چې افغانستان له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري. د امریکایی ډالر او ځینو سیمه يیزو اسعارو په وړاندې د لږ بدلون سره سره، د ٢٠٢۴ کال په جولای کې د افغانیو ارزښت لاهم د ٢٠٢١ کال(١۴٠٢لمريز کال) د اګست په پرتله٢١.٣ سلنه ته لوړ شوى.

د دغه راپور پر بنسټ، د روان مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې کورني عایدات هم د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ سلنه لوړ شوي، خو بیا هم له ټاکلي هدف څخه ۱۳ سلنه کم وو. .

ملګري ملتونه وايي، طا-لبانو د مى په ۲۱ مه د مالي کال د بودیجې د تصویب له اعلان وروسته د بودیجې د تخصیص په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د اګست په شپږمه (زمري۱۶مه) د طا-لبانو د لومړي وزیر مرستیال د ګازو د پمپ سټېشنونو، ځینو هوټلونو او رستورانونو د مالیاتو د کمولو اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې طا-لبانو تر اوسه د خپلې داخلي بودیجې او عایداتو په اړه جزئيات نه دي رسنيز کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا