اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالب

متقي: هېوادونه دې د افغان کډوالو په ستنولو کې له احتیاط کار واخلي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، له ټولو هېوادونو په تېره له ایران او پاکستان یې تمه دا ده چې د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم او احتیاط کار واخلي.

امیرخان متقي د پاکستان او یران یادولو سره هیله وکړه چې افغان کډوالو ته پکې تکلیف ونه رسېږي او په خپله خوښه ستنېدو ته پرېښودل شي.

ښاغلي متقي نن کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په ناسته کې دا خبرې وکړې.

هغه د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو په مننې سره زیاته کړه: «په ځانګړې توګه مو د پاکستان اسلامي جمهوریت او ایران اسلامي جمهوریت چې څنګه چې څلوېښت کاله یې د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی، هیله ده پاتې وختونه هم په ښه نیت او حوصله را سره تېر کړي، مهاجرینو ته تکلیف ونه رسېږي او افغانان پخپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.»

دې وروستو کې له پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده

همهاله افغان کډوال شکایت کوي چې په دغو هېوادونو کې د امنیتي ځواکونو او خلکو چلن هم ور سره سخت شوی دی.

تازه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې بې قانونه کډوال به په درناوی خپل هېواد ته ستانه شي، خو افغان کډوال شکایت لري چې د پاسپورټ اوویزې لرلو یا د ایران د کډوالۍ اسنادو با وجود هم ځینې کسان نیول کېږي او افغانستان ته ستنېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا