اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په دریو تیرو میاشتو کې په افغانستان کې امنیتي پېښې ۵۳ سلنه زیاتې شوي

دید خبرې آژانس: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د مى له ۱۴مې څخه د جولای تر ۳۱مې (د ١٤٠٣ لمریز کال د غويي له ۱۰مي تر ٢٥مې) پورې په افغانستان کې دوه زره او ۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٥٣سلنه زیاتوالی ښیي.

د دغه راپور له مخې، د ځمکې پر سر د شخړو ۳۵ قضیې ثبت شوي، چې د تېر کال د ۲۸ قضیو په پرتله زیاتې شوې دي.

راپور وايي چې دا شخړې په عمده توګه په سویل کې (د ١٩) او په سویل ختیځ کې ( ٧) پېښې ثبت شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، وسله والې نښتې هم په ۲۰۲۳ کال کې له ۳۷ قضیو څخه سږ کال ۸۰ قضیو ته او د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله د رامنځته شویو چاودنو شمېر له ۷ څخه ۱۳ پېښو ته لوړ شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې په دې درېیو میاشتو کې د طا-لبانو مخالفو وسله والو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لا هم د طا-لبانو د واکمنۍ پر وړاندې جدي ننګونه نه ده رامنځته کړې.

د دغه راپور پر بنسټ، د تایید شویو معلوماتو پر بنسټ، د طا-لبانو پر ضد دوو ډلو «د ​​افغانستان د ازادۍ جبهې» او «ملي مقاومت جبهې» په ټولیز ډول ۷۳ بریدونه کړي، چې ۲۱ بریدونه یې د افغانستان د ازادۍ جبهې او ۵۲ بریدونه يې د ملي مقاومت جبهې لخوا ترسره شوي دي او د ۱۹ نورو بریدونو عاملین هم ناپېژنده وسلوال دي.

په راپور کې راغلي چې په مرکزي سیمو کې ۵۸ بریدونه چې ۴۶ یې د کابل ولایت کې شوي، پېښ شوي دي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې لوېدیځې سیمې د ۱۵ بریدونو ، په شمال ختیځو سیمو د ۱۱بريدونو، ختیځې د څلورو بريدونو او شمالي او جنوبي سيمې د دوو بریدونو سره د وسله والو د فعالیت شاهدې دي.

د راپور پر بنسټ، دواړو مخالفو ډلو د امنیتي پوستو، وسایطو او امنیتي ځواکونو په نښه کولو او همدا راز د بریدونو او هدفي وژنو لپاره د ډزو، کمين او تېښتې  تکتیکونه کارولي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په دغو درېیو میاشتو کې دا/عش-خراسان ډلې د څلورو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د مى په ۱۷مه نېټه  وسلوالو کسانو د باميانو په مرکزي سيمه کې د سيلانيانو پر دوو موټرونو بريد وکړ چې په پايله کې يې دوه افغانان او درې هسپانوي اتباع ووژل شول او دوه افغانان او څلور بهرني اتباع چې د استراليا، ليتوانيا، ناروې او اسپانیا اوسېدونکي وو، ټپیان شول.

په راپور کې راغلي، طا-لبانو اعلان کړی چې د برید په تړاو یې اووه تنه نیولي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د مى په ۲۰مه په کندهار کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو ملکي وګړی وواژه او درې نور یې ټپیان کړل. د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.

د راپور له مخې، دجولای په ۳۱، دا/عش-خراسان په کابل کې د امنیتي ځواکونو په یوه بس باندې د سپکو وسلو په کارولو سره د برید مسؤلیت په غاړه واخیست، چې ګڼ کسان یې مړه او ټپیان کړل.

د دغه راپور پر بنسټ، طا-لبانو اعلان کړی، چې یو بریدګر یې نیولی او درې نور په تېښته بریالی شوی دی. پر دې سربېره طا-لبانو د دا/عش-خراسان د لږ تر لږه ۳۰ مشکوکو غړو د نیولو اعلان وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا