اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

اوراسيا: طا-لبان دا مهال په دریو جبهو کې جنګېږي

د اوراسيا خبري- تحلیلي شبکې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې طا-لبان اوس په دريو جبهو کې جنګېږي.

اورسيا د دا/عش خراسان ځواکونه، د مقاومت جبهې او د ډیورنډ( فرضي) کرښې په اوږدو کې د پاکستان له پوځ سره د ډزو تبادله د هغو دریو جبهو په توګه یاد کړې چې طا-لبان ورسره په جګړه کې دي.

خو طا-لبانو په افغانستان کې د دا/عش شتون رد کړی او ویلي یې دي چې دغه ډله یې «له منځه وړې» ده.

خو په تازه پېښه کې دا/عش د پنجشنبې په ورځ ( وږي ٢مه) په دایکندي کې د هېواد پر هزاره وګړو برید کړی او په دغه برید کې یې د ۱۵ کسانو د وژلو او ۶ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده. داسې برید چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.

د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو دغه برید «د نسل وژنې یوه بېلګه» بللې او له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې دا پېښې د «بشریت ضد جنایت» په توګه په رسميت وپيژني.

د يادونې وړ ده، چې د پنجشنبې په ورځ د دايکندي څخه سرچينو، چې د پېښې عيني شاهدان هم وو، په ټلېفوني اړيکه کې آمو ته ویلی دی چې دوو موټر سايکل سپرو چې ځانونه يې د طا-لبانو غړي معرفي کول، د هېواد پر هزاره وګړو ډزې وکړې.

په همدې حال کې د اوراسيا خبري- تحلیلي شبکه وايي، که څه هم د مقاومت جبهه پر طا-لبانو پرله پسې بریدونه کوي؛ خو دوی له دغو بریدونو لږ اغېزمن شوي دي.

دغه خبري تحلیلي شبکه د مقاومت جبهه له طا-لبانو سره په پوځي تجهیزاتو له کبله چې طا-لبانو ته له متحده ایالاتو څخه په میراث پاتې دي، د پرتلې وړ نه ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مقاومت د جبهې د ځواکونو شتون نه دی تایید کړی او غالبا د دې جبهې د بریدونو په غبرګون کې نظر هم نه څرګندوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا