اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

واشنګټن پوسټ:طا-لبان ښځې تر فشار لاندې راولي

دید خبرې آژانس: واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې ویلي، چې طا-لبان د افغانستان په ښاري سیمو کې «د امر بالمعروف او نهى عن المنکر» د تر سرليک لاندې د خپل نوي قانون د پلي کولو لپاره ښځې ځپي.

د دغه راپور پر بنسټ، ياد نوي قانون له توشيح وروسته، د امربالمعروف ادارې په کابل او د هېواد په ځینو نورو ښارونو کې د خلکو د مجازاتو لپاره «بې ساري ځواک» ترلاسه کړی دی.

دغه ورځپاڼه زیاتوي چې د نوي قانون له توشيح وروسته په کابل او د افغانستان د نورو ښارونو په عامه ځایونو او سړکونو کې د طا-لبانو د امربالمعروف د محتسبانو شتون زیات شوی دی.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د امربالمعروف چارواکي د بسونو په تمځایونو او نورو ځایونو کې ګزمې کوي او د هغو ښځو په لټه کې دي چې «د پوښاک يې د طا-لبانو په خوښه نه وي» او یا په دې ځایونو کې خندا کوي او غږونه يې لوړ وي.

ورځپاڼه لیکي چې یو شمېر ښځو په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې د ښځو په وړاندې د طا-لبانو په پالیسۍ کې د بدلون لپاره دوی خپله وروستۍ هیله له لاسه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طا-لبانو ښځې له خپلو ټولو اساسي بشري حقونو بې برخې کړې او د هېواد د اتباعو پر نورو حقونو او آزاديو یې سخت بندیزونه لګولي دي.

خو طا-لبانو د نوي قانون په توشيح کېدو په عامه ځايونو کې چې نارينه پکې حضور ولري د ښځو غږ هم حرام ګڼلى دى.

د دغه قانون پر بنسټ طا-لبانو د ښځو مخونه د عورت د یوې برخې په توګه معرفي کړي او امر یې کړی چې ښځې باید خپل مخونه او بدنونه په بشپړه توګه پټ کړي.

د طا-لبانو دغه چلند او د هغوی نوی قانون له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی. خو دوی د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې په خپل چلند کې کوم بدلون نه دی راوستی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا