اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د خبریالانو ملاتړو سازمانونو لخوا د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه شوی دی

دید خبرې آژانس: د افغان خبریالانو یو شمېر ملاتړو ادارو په اسلام اباد کې پر یوه افغان خبریال تر برید وروسته په درېیمو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو اتحادیې له پاکستانه غوښتي چې یاده پېښه دې په جدي توګه وڅېړل شي.

د اریانا نیوز پر پخواني ویاند عبدالعزیز سخي‌زاده تېره شپه لس بجې د پاکستان (اي-۱۱) سیمه کې خپل کورته نږدې د ناڅرګندو کسانو له لوري برید شوی.

د افغانستان د ازادو ژونالیستانو د اتحاديې له لوري په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې ښاغلی سخي‌زاده پر سر ټپي شوی دی.

په اسلام کې پر دغه افغان خبریال د برید په غبرګون د افغان خبریالانو یو شمېر ملاتړو ادارو هم سخت غبرګون ښودلی.

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضیعت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

یاد سازمان د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د یادې پيښې عاملان ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «سازمان دا کړنه په کلکه غندي او د نړۍ په هره سیمه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي غوښتنه کوي.

پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان خبریالان د رسنیز کار پرمهال له جدي ننګونو سره مخ وو/دي چې هغوی درېیمو هېوادونو ته د خپل ژوند د خوندیتوب په موخه تللي؛ خو له بده مرغه په دې وروستیو کې ان هلته یې هم ژوند خوندي نه دی چې دغه روان وضعیت پر هغوی ډېرې ناوړه اغېزې کړې دي.»

یاد سازمان له هغو سفارتونو څخه چې د افغان خبریالانو قضیې ورسره ثبت دي، د هغوی د قضیو په بهیر کې د چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.

همدارنګه د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو اتحاديې پر خپلو رسمي ټولنیزو پاڼو لیکي، چې د یادې اتحاديي مشر حجت الله مجددي د پاکستان د خبریالانو له فدراسیون څخه غوښتي، چې عبدالعزیز سخي‌زاده او په اسلام اباد کې د خبریالانو اړوند ورته نورې قضیې هم وڅیړي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پر افغان خبریالانو بریدونه کیږي، څو میاشتې وړاندې د ازادۍ راډیو پر پخواني خبریال احمد هنایش باندي هم مرګونی برید شوی و چې هغه یې پر سر ټپي کړ او وروسته تر درملنې روغ شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا