اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملاله: د ښځو د حقونو ترلاسه کولو په برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو د دریمې کلیزې په مناسبت، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر نړۍ غږ وکړ چې له طا-لبانو د خپلو «ناسمو کړنو» حساب واخلي.

هغې افغانې ښځې د طا-لبانو پر وړاندې د مقاومت اصلي ځواک وبللې.

ملالې یوسفزۍ په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې له افغان ښځو سره پیوستون او خواخوږي څرګنده کړه.

طا-لبانو درې کاله وړاندې لومړی له شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي او بیا یې د ښځو پر مخ پوهنتونونه وتړل.

ښځې یې په دولتي او خصوصي ادارو کې له کار کولو منعه کړې دي. او د طا-لبانو امربالمعروف قانون پر ښځو د پخوانیو بندیزونو سربېره اوس د هغوی غږ هم «عورت» بللی.

ملالې یوسفزۍ تازه په ویډیویي پیغام له افغانو نجونو او ښځو خپل ملاتړ بیا تازه کړی.

هغې وويل: «دا سخته ده چې باور وکړو، درې کاله تېر شوي چې طا-لبانو ښوونځي ته د نجونو تګ منعه کړی او له هغه وروسته یې ښځې له لوړو زده‌کړو هم راګرځولې، د طا-لبانو دغه کار د دوی د ظالمانه او بدمرغه کړنو یوه برخه ده چې د کار، زده‌کړو او ټولنیز ژوند کې د ښځو او نجونو د ګډون مخه نیسي.»

یوسفزۍ افغانو ښځو او نجونو ته په پیغام کې وویل، «تاسو د طا-لبانو پر وړاندې د مقاومت اصلي ځواک یاست. تاسو مه ناهیلې کیږئ. ستاسو ملیونونه خویندې اوس هم د زده‌کړو په لټه کې دي، ان که تاسو له ښوونځي څخه بې برخې شوي یاست.»

یوسفزۍ وړاندې وویل: «تاسو د ګرځنده تلیفونونو، تلویزیون او راډیو له لارې په کور کې د زده‌کړو لپاره نوې لارې ومومئ. ستاسو ځواک او زړورتیا هغه څه دي چې ما هڅوي او هیله منه مې ساتي.»

پر طا-لبانو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو له امله په کور دننه او بهر پراخې نیوکې کیږي او په دوی په ځلونو غږ شوی چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي خو طا-لبانو یې په ځواب کې ویلي چې دا موضوع د افغانستان کورنۍ ده، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د بېرته ستنېدو شرایط لا هم برابر نه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا