اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د ناټو سرمنشي: په اوکراین کې ډېر څه کولاى شو

دید خبرې آژانس: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، پر اوکراین د روسیې برید په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو بده ورځ وه او ټینګار یې وکړ چې ناټو د دې جګړې د مخنیوي لپاره لا ډېر څه کولاى شو.

ښاغلي ستولتنبرګ له آلمانۍ ورځپاڼي فرانکفورتر الګماینه سره په مرکه کې ويلي چې ناټو اوس اوکراین ته پوځي تجهیزات لېږي څو له روسیې سره مقابله وکړي، خو کولای يې شوای چې دا کار د جګړې له پیل څخه مخکې ترسره کړي او د دې پېښې مخه ونیسي.

د ناټو عمومي منشي زیاتوي چې د دې جګړې له پیله مخکې ناټو د اوکراین د تجهیزولو لېوالتیا نه درلوده. ځکه هغه اندېښمن و چې دا اقدام به له مسکو سره د کړکېچ د زیاتېدو لامل نه شي.

هغه ټینګار کړی چې په اوکراین کې د جګړې پای یوازې د خبرو اترو له لارې ممکن دی.

د ناټو عمومي منشي وايي: «د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره اړتیا ده چې له روسیې سره په یوه پړاو کې بیا خبرې وشي، خو دا خبرې باید د اوکراین د ځواک پر بنسټ وي.»

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی و، چې که لوېدیځ هېوادونه اوکراین ته اجازه ورکړي، چې د دغو هېوادونو له خوا جوړ شوي اوږده واټن ویشتونکي توغندي وکاروي، نو دا به د مسکو او لوېدیځ ترمنځ مستقیمه جګړه وي.

پوتین ټینګار وکړ چې دا ډول پرېکړه به د اوسنۍ جګړې«ماهیت او ساحه» بدله کړي او دا به په دې معنی وي چې «د ناټو هېوادونه، متحده ایالات او اروپایي هېوادونه له روسیې سره په جګړه کې ښکېلېږي.»

روسیې په ۱۴۰۰ میلادي کال کې د اوکراین پر ضد خپل بریدونه پیل کړل او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ مرګونې شخړې دوام لري او روسیې د اوکراین یو پر پنځمه برخه خاوره نیولې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا