اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمنطقیمهم مطالبنړۍ

حنا رباني:له طا-لبانو سره مخامخ خبرې احمقانه دي

دید خبرې آژانس: د پاکستان بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر، د طا-لبانو له حکومت سره د خیبرپښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د مخامخ خبرو کولو وړاندیز «احمقانه» بللی.

علي امین ګنډاپور ويلي و، چې له افغان طا-لبانو سره د مخامخ خبرو لپاره کابل ته پلاوی استوي.

د جيو نيوز د جرګې په خپرونه کې حنا رباني کهر د علي امين ګنډاپور خبرو ته په اشارې ویلي، «هر هغه څوک چې فکر کوي دغه خبرې به بدلون راولي، هغه دې یو ځل د ټي ټي پي د بېرته راوستلو لپاره د تېرې هوکړې پایلې وګوري.»

هغې وويل چې افغان طا-لبان پوهيږي چې ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده، خو د پاکستان ګاونډيو دې موضوع ته هيڅ ارزښت نه دى ورکړى، پاکستان د طا-لبانو حکومت ته د ټي ټي پي په هره بڼه وضاحت ورکړى.

د پاکستان بهرنیو چارو دغې پخوانۍ وزيرې د علي امين ګنډاپور هغه بيان چې دی غواړي له افغان طا-لبانو سره د ټي ټي پي په اړه مخامخ خبرې وکړي، «احمقانه» بللی او ويلي یې دي چې خبرې اترې د هرې ستونزې د حل لپاره مهمې دي خو په خبره یې چې دغه خبرې اترې باید مرکزي حکومت وکړي، نه ایالتي حکومت.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په ملنډو ويلي و، چې د خېبرپښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور بايد «افغانستان ته لاړ شي او طا-لبان یې له ځان سره وساتي.»

بل خوا د خېبرپښتونخوا ایالتي وزیر ظاهر شاه تورو ویلي، چې مرکزي حکومت چې هر څه کوي، د خیبرپښتونخوا حکومت به له افغان طا-لبانو سره هرو مرو خبرې کوي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د خيبرپښتونخوا سر وزير له افغان طا-لبانو سره د مخامخ خبرو اترو وړاندیز وکړ او ويې ويل، چې له افغانستان سره به پخپله خبرې کوي، او مرکزي حکومت دې خپلې تګلارې په کور کې وساتي، هغه زیاته کړې وه، له افغانستان سره د یوه ایالتي حکومت په توګه خبرې کوي، او د یوه پلاوي له لارې به په کابل کې دغو ټولو ستونزو ته حل لټوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا