اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

دراني: د سپټمبر د ۱۱مې پیښه به بیا تکرار کیږي

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دراني له دندې څخه له ګوښه کېدو وروسته په خپلې لومړنۍ مرکه کې وویل، چې افغانستان په سیمه کې په یوه ناسور زخم بدل شوی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان انزوا کولی شي د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د تکرار احتمال زیات کړي.

اصف درانی تېره اونۍ له دندې ګوښه شو.

ښاغلي دراني له (Ambassadors’ Lounge) رسنۍ سره په مرکه کې د طا-لبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتو ته په اشارې سره وویل، چې طا-لبانو تراوسه د حکومتولۍ اصول په سمه توګه درک کړي نه دي.

نوموړي ویلي: «طا-لبان باید پوه شي چې اوسني شرایط له هغه وخت سره توپیر لري، چې دوی به د یوې وسله والې ډلې په توګه فعالیت کاوه او تښتېدل به. اوس د یو هېواد د ادارې مسوولیت پر غاړه لري.»

هغه همداراز يادونه وکړه، چې افغانستان د نورو ناورینونو لکه د اوکراين او غزې د جګړو له امله د خبرونو له سرټکو لرې شوی او له پامه غورځول شوى دى.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د افغانستان انزوا به په سیمه کې د یو ناسور زخم په توګه پاتې شي.

اصف دراني په افغانستان کې د داعش ډلې او د تحریک طا-لبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه وویل: «ښایي په سیمه کې به نور کسان ارامه او د یوه ناظر په توګه وي، خو مونږ له اور سره مخامخ یو.»

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي دغه راز وویل، چې ښایي دا مسله یو شمېر کسانو ته د بشري حقونو موضوع وي، خو پاکستان هره ورځ د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی.

دراني د افغانستان په اړه د سیمه ییزو همکاریو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د دوحې په ناسته کې په ښکاره توګه د هېوادونو په تګلارو کې توپیر وو.

د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د تکرار په اړه خبرداری

اصف دراني خبرداری ورکړ، چې که افغانستان له پامه وغورځول شي ښایي د سپټمبر د ۱۱ مې بریدونه بیا ځلې تکرار شي.

نوموړي زیاته کړه: «که افغانستان منزوي شي، د دا/عش خراسان په څېر ترهګرې ډلې به هلته پیاوړې شي او دا هېواد به د ټولې نړۍ لپاره په ګواښ بدل شي.»

له طا-لبانو سره مخالفت

دراني له طا-لبانو سره د کورني مخالفتونو په اړه وویل، چې اوسمهال د طا-لبانو پر وړاندې هیڅ کوم جدي مخالفت نه شته، خو نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان څلویښت کلن تاریخ ته په کتو سره د دې تضمین نه شته چې دا وضعیت به تل دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د مقاومت او ازادۍ جبهې د طا-لبانو پروړاندې په چریکي جګړو اخته دي.

له دې سره، دا/عش ډله هم په پراخه کچه په افغانستان کې پیاوړې شوې ده.

د طا-لبانو لرغونی حاکمیت

اصف دراني د طا-لبانو د حکومتولۍ په څرنګوالي هم نیوکه وکړه او ویې پوښتل: «تاسو غواړئ څنګه حکومت وکړی؟ که وایئ چې د قران پر بنسټ حکومت کوو، خو دا به څنګه اجرا کړئ؟ څنګه له خلکو سره مشورې کوئ؟»

د نوموړي په خبره، د طا-لبانو حکومتولي تر ډېره قبیلوي بڼه لري، نه اسلامي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي د ښځو د حقونو، زده کړو او کار په اړه وویل: «افغانستان د دې نړۍ یوه برخه ده او نه شي کولی چې د اسلامي قوانینو په پلي کولو سره نړۍوالې معاهدې له پامه وغورځوي.»

درانی وایي، چې هغه څه چې طا-لبان د دین په نامه کوي، نړۍ ته د اسلام بد انځور وړاندې کوي.

د منزوي رژیم له په رسمیت پېژندلو ډډه

دراني د طا-لبانو د هر ډول په رسمیت پېژندلو مسله رد کړه او ویې ویل: «مونږ په تېر کې له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره طا-لبان په رسمیت وپېژندل، خو دغه اقدام ونشو کړای چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو مخه ونیسي.»

هغه ټینګار وکړ؛ هغه کسان چې په دې باور دي چې طا-لبان په رسمیت وپېژني، له ستونزو سره به مخ شي، ځکه د نوموړي په وینا «ټولې نړۍ تراوسه طا-لبان په رسمیت نه دي پېژندلي او پاکستان به په دې اقدام سره یو منزوي حکومت په رسمیت پېژني.»

د نویمې لسیزې او د ننني طا-لبانو توپیر

دراني د نویمې لسیزي او اوسنیو طا-لبانو توپیر ته اشاره وکړه او ویې ویل: «د پرون طا-لبان منزوي و او له رسنیو سره یې اړیکې نه درلودې، خو د نن طا-لبان بیا له رسنیو سره اشنا دي او له هغوی او خلکو سره په اړیکه کې دي.»

له دې سره نوموړي ټینګار وکړ، چې د طا-لبانو سیاست او تګلارې بدلون نه دی کړی.

درانی د پاکستان پېژندل شوی او تجربه لرونکی ډیپلومات دی.

نوموړي تر دې وړاندې په ایران او متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د سفیر او همداراز په کابل کې د دغه هېواد د سفیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

ځېنو ناظرینو ویلي، چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د نوموړي له ماموریت څخه راضي نه و او په همدې دلیل له دندې ګوښه شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا